اسلام آباد ۔ 31 اکتوبر (اے پی پی) خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئيلي دي پاكستان ملائشيا سره دوه اړخيزه اړيكې مهمې ګڼي۔ د خارجه دفتر وياند لمخې ده ??ا خبره خپل ملائيشين همڅنګ سېف الدين عبد الله سره د ټېلېفوني تماس نيولو په مهال وكړه۔ د وياند لمخې د ملائیشیا خارجه وزير د زيارت په ورځ شاه محمود قرېشي سره تېلېفوني رابطه وكړه۔ د خبرو په مهال ?? دوه اړخيزه اړيكو او منطقه كښې د امن وضعې په شمول د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ خارجه وزير خپل همڅنګ مقبوضه جمو وكشمير كښې د روانو هندي ظلم??نو څخه خبر كړو۔ ده ووئيل هند 5 اګست څخه په مقبوضه وادۍ كښې بدترينه كرفيو نافذ كړې۔ د كشمير 80 لكه تش لاسې كشميري اولس هندي ظلم او زياتي څخه خلاصي له د نړۍ قام??نو او په خاص توګه اسلامي نړۍ ته ګوري۔ خارجه وزير د مقبوضه كشمير حوالې سره د پاكستان د دريځ په ملاتړ كو??و د ملائيشين خارجه وزير مننه وكړه۔ دواړه خارجه وزيران منطقه كښې د امن او امان وضعې په شمول په مهمو چارو يو بل سره د مشاورت لړۍ روانې ساتلو ته هم سلا شول۔
د خارجه وزير خپل ملائشین همڅنګ سره ټېلېفوني خبرې
مضمون کا ماخذ : جادوئی اسپن