اسلام آباد 19 جون (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سينيټر اسحاق ډ??ر وئيلي دي چې سېلاب ځپلې سيمو كښې كورونه جوړول او بحالۍ لپاره 16 اربه 30 كروړه ډالرو ته اړتيا ده په كومو كښې به چې چې 11 اربه ډالره په سندھ كښې مصرف كېږي، مونږ د ميثاق جمهوريت په څير د ميثاق معيشت هم هڅ?? كړې دغسې چې يو روډ مېپ جوړ كړے شي په كومو چې عمل كولو سره مونږ د معاشي بهترۍ په سفر روان شؤ۔ د ګل په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د ډاکټر نفيسه شاه ل??وا د پورت?? كړې شوې نكاتو ځواب وركولو سره ??سحق ډ??ر ووئيل چې د سندھ پشمول په سېلاب ځپليو سيمو كښې د ريليف په پړاٶ كښې د بې نظير انكم سپورټ پروګرام د لارې 80 اربه روپۍ وېشلې شوي او اېن ډي اېم اے سره موجود د ريليف سامان هم وېشلې شوې۔ ده ووئيل يوازې په ځپلې سيمو كښې به د كورونو او انفراسټرکچر بحالۍ لپاره 16 كروره 30 لكه ډالره پك??ر وي، په ډونر کنفرنس كښې د بېلو هېوادونو او ادارو ل??وا د مرستې اعلانونه شوې دي۔ ده ووئيل چې په دې لړ كښې د جمعې په ورځ وږده غونډه وشوه چې پكښې د سندھ وزيراعلی او پيپلز ګوند سره ??علق لرونكو مشرانو وزيرانو ګډوې وكړو۔ د وزيراعظم په امر زه هم په دې غونډه كښې موجود وم چې پكښې تر ډېره ??ده روډ مېپ جوړ كړے شو، دا به څلور كلن د مېنځنۍ مودې پروګرام وي۔ ده ووئيل په سېلاب ځپليو سيمو كښې كورونو جوړولو لپاره په منصوبه بندۍ غور شوېدے، په دې لړ كښې نن بيا غونډه رابللې شوې ده، چې پكښې به دې ته حتمي شكل وركولې شي۔ ده ووئيل په ماضي كښې ميثاق جمهوريت كښې هم دوي كليدي كردار لوبولې٬ په دې كښې د دوه نكات?? نه علاوه په ټولو نكاتو عملدرآمد هم شوې دې، مونږ د كال 2013 نه تر 2018 په مهال په هېواد كښې معاسي بهترۍ لپاره ?? ميثاق معيشت لپاره هم هڅې كړې وې دغسې چې معاشي پرمختګ لپاره يو روډ مېپ جوړ كړې شي او په دې د كوم بدلون نه عېر هر حكومت عمل وكړي او د دې ګواه قام وي۔ ده ووئيل دا مهال چې كوم معاشي مسئلې رامخې ته دي داسې د كال 1998 د اتومي چاٶدن?? نه پس هم نه وې كله چې آئي اېم اېف خپل پروګرام بند كړو، په پاکستان اقتصادي بنديزونه لګولې شوي٬ په ھغه مهال د دې پروګرام په بحالۍ اته مياشتې لګېدلې وې٬ زمونږ د ستړو په سبب اوس استحكام راغلے دے ٬ مونږ له هېواد پرمختګ پلو بوتلل دي
سېلاب ځپلې سيمو كښې كورونه جوړولو او بحالۍ لپاره 16 اربه 30 كروړه ډالرو ته اړتيا ده ٬ 11 اربه به په سندھ كښې مصرف كېږي٬ د خزانې وزير سينيټر اسحاق ډار
Astronaut Online Entertainment Website
مضمون کا ماخذ : سلاٹ فادر