اسلام آباد 13 جولائي (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سينيټر محمد اسحاق ډار وئيلي دي چې د انتظامي بورډ د منظورۍ نه پس ٓئي اېم اېف څخه 1.2 اربه ډالرو وړومبې قسط سټېټ بېنك موصول شوې٬ پاكستان په تندۍ سره د ترقۍ په لاره روان شوېدے او دا عمل به مونږ لا قوي كوٶ۔ د زيارت په ورځ ميډيا ??ره په خبرو كښې د خزانې وزير ووئيل تېره شپه د آئي اېم اېف انتظامي بورډ پاکستان لپاره د سټينډ بائي پروګرام منظوري وركړې ده او د دې پروګرام د تفصيلاتو نه مونږ اولس وړومبې خبر كړېدے٬سټينډ بائي پروګرام به 9 مياشتې وي او د دې له مخې به پاكستان ته 3 اربه ډالره امداد ملاوېږي٬ وړومبې ق??ط به 1.2 اربه ډالره وي او پاتې قسطونه به ?? دوه جاج اخستو نه پس په نومبر او فرورۍ كښې ترلاسه كېږي٬ وړومبي قسط ترلاسه كېدو سره به ?? زرمبادله پانګو كښې لا بهتري راشي او د سټېټ بېنك په شمېرو كښې به ?? دې عكاسي كېږي۔ ده ووئيل په تيره يوه اوونۍ كښ?? په مجموعي توګه 4.2 اربه ډالره معاونت شوېدے چې ورسره د زرمبادله پانګې زياتې شوې دي۔ ده ووئيل پاكستان بهرنۍ ادئيګۍ په وخت كوي او د دې اوونۍ په پائې كښې به ?? زرمبادله پانګې 14 اربه ډالرو ته رسي۔ د خزانې وزير ووئيل زه د وزيراعظم محمد شهبازشريف د زړه د خلاصه مننه كوم چا چ?? په تېرو دريو اوونيو كښ?? په دې ټول عمل كښ?? په خاص توګه برخه اخستې ۔ د خزانې وزير د حکومت د اقتصادي ټيم د ملګرو هم مننه وكړه دوي د اته مياشتو په سخت وخت كښې بشپړه ملګرتيا كړې٬ د معيشت په مستحكم كولو كښې د وزيراعظم معاونت او لارښودنه شامل وه او مونږ نه يوازې پروګرام منظور كړې بلك?? په دريو قسطونو كښې وړومبې قسط هم سټېټ بېنك ته موصول شوېدے
د آئي اېم اېف څخه 1.2 اربه ډالرو وړومبې قسط سټېټ بېنك ته موصول شوې٬ پاكستان په تندۍ سره د ترقۍ په لاره روان شوېدے۔ د خزانې وزير اسحاق ډار ميډيا سره خبرې
South Australia Online Online Entertainment Official Website
مضمون کا ماخذ : میگا ملینز لاٹری