اسلام آباد 24 ??ګس?? (اے پي پي) لنډمهاله وزيرا??ظم انوار الحق کاکړ د زيارت په ورځ د خارجه دفتر دوره كړې٬ په دې موقع لنډمهاله خارجه وزير جليل عباس جيلاني او د وزارت لوړ پورو د وزيرا??ظم هركلے وكړو۔ د وزيرا??ظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې په دې موقع خارجه سېكتر محمد سائرس سجاد قاضي وزيرا??ظم ته د پاکستان د خارجه پاليسۍ پحقله بريفنګ وركړو٬ په بريفنګ كښې د پاكستان د خارجه اړيكو٬ د وزارت د كاركردګۍ٬ نورو هېوادونو سره سفارتي اړيكې قوي كولو لپار?? په دې وروستيو كښې د هلو ځلو او سباٶن لپاره د ترجيحاتو، په خاص توګ?? په سيمه ايز او د نړيوال پېشرفت په تناظر كښې د پېشرفت احاطه وكړې شوه۔ وزيرا??ظم د خارجه وزارت لخوا اووسيز كار كوٶنكو او د مېشته پاكستانيانو سهولت لپاره د اړوند وزارتونو او څانګو سر?? په ګډه د شوې اقداماتو نه خبر كړې شو۔ په دې موقع د خارجه وزارت او نورو ټولو قامي شراكتدارو ترمېنځه د نزدې همكارۍ په ضرورت د خيالاتو څرګندونه وشوه دغسې چې د پاكستان د خارجه پاليسۍ مقصدونه، سلامتيا، تجارتي او اقتصادي اقداماتو د همكارۍ جامعيت باوري كړې شي۔ وزيرا??ظم يوې فعاله خارجه پاليسۍ او نورو هېوادونو سره د پاكستان اړيكې قوي كولو لپاره د خپل وژن څرګندونه وكړه۔ ده د خارجه پاليسۍ په بېلا بېلو اړخونو په خاص توګه د پاكستان تاركين وطن سره روابط د اسانولو پحقله خاص هدايات جاري كړه۔ وزيرا??ظم بهر هېواد كښې د پاکستان د مفاداتو ودې او تحفظ لپاره د خارجه وزارت او د پاكستاني سفيرانو د اهم كردار ستائنه وكړه۔ ده د خارجه پاليسۍ په ترجيحي څانګو كښې په پرېكړو عملدرامد اسانولو لپاره خارجه وزارت سره د پرله پسې رابطے د خواهش څرګندونه وكړه۔
لنډمهاله وزيراعظم انوار الحق کاکړ د خارجه وزارت دوره
Wild Thief Entertainment Platform Entrance
مضمون کا ماخذ : خداؤں کی عمر