اسلام آباد 03 جنوري (اے پي پي) صدر ډاکټر عارف علوي د بينائۍ نه محرومو كسانو لپاره په برېل كښې د كتابونو او علم شتوالے خوشبينه ګرځولو سره وئيلي دي په هېواد كښې د كتابونو لوستلو کلتور ت?? وده وركولو سره فكري او انفرادي وده ممكن ده۔ ده دا خبرې د نېشنل بُك فاؤنډېشن په كردار او كاركردګۍ د بريفنګ اغستو په مهال وكړې۔ په غونډه كښې د تعليم وزارت لوړ پورو هم ګډون كولو۔ د نېشنل بُك فاؤنډېشن اېم ډي ډاکټر راجه مظهر حميد د فاؤنډېشن په كردار او كاركردګۍ د بريفنګ په مهال ووئيل نيشنل بك فاؤنډېشن د ډسليکسيا( لوستلو كښې د ستونزو) څخه ځپلو كسانو لپاره خاص اقدامات كوي، فاؤنډېشن ډسليکسيا څخه ځپلو كسانو لپاره كتابونه جوړوي،د ډسليکسيا ښكار ماشومانو لپاره د پرېپ نه ??ر اتم جماعت كتابونه جوړېږي۔ د بريفنګ په مهال ووئيل شول چې په ??ال 25-2024 تعليمي ??ال كښې د ډسليکسيا ښكار ماشومانو ته به كتابونه وركولې شي، فاؤنډېشن په كراچۍ كښې د بريل پرېس د بينائۍ نه محرومو كسانو لپاره په لس روپۍ كتابونه وركوي چې ورسره به د بينائۍ نه د محرومو كوچنيانو تر تعليم رسنې له ??رس??ه تر لاسه شي۔ د بريفنګ په مهال ووئيل شول په اسلام آباد كښې 431 سکولونو كښې د پرېپ نه ??ر اتم كلاس د بينائۍ نه محرومو ماشومانو لپاره به كتابونه وركولې شي٬ نيشنل بك فاؤنډيشن په بريل كښې په بېلا بېلو موضوعاتو كتابونه چاپ كوي او د دې نه علاوه اداره په پاكستان او بهر هېوادونو كښې د كتابونو باوري كولو لپاره هم كار كوي۔ په دې موقع صدر مملکت په هېواد كښې د تعليم او د كتابونو لوستلو پ?? وده كښې د فاٶنډېشن د كردار ستائنه وكړه۔
د خاص كسانو علم او كتابونو ته رسنه زياتولو لپاره اقدامات ضروري دي۔ صدر ډاکټر عارف علوي
Ninjas and Samurai Official Entertainment Links
مضمون کا ماخذ : sorteos da loteria