اسلا?? آباد 07 اکتوبر (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري په سيمه كښې د زيات شوې اسرائيلي مهم جويۍ او تاؤ ترېښژالي كښې په زياتوالي د تشويش څرګندونه كولو سره په نړيواله ورورولۍ زور راوړې چې د امن بحالۍ او شخړو خپريدو مخنيوي لپاره دې په سمدستي توګه اقدامات وك??ي۔ صدر مملکت د دې خيالاتو څرګندونه د ګل په ورځ ايوان صدر كښې د حکومت د اړخه رابللې شوي آل پارټيز کنفرنس ته وينا كښې وك??ه كوم چې په فلسطين كښې د اسرائيلي بربريت د يو كال په پوره كيدو رابللې شوې ؤ۔ده ووئيل د تير يو كال په مهال د اسرائيل قابض عسكرو انفراسټرکچر تباه کولو نه علاوه 41800 فلسطينيان شهيدان كړي۔په غونډه كښې وزير اعظم شهباز شريف، د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني، وفاقي کابيني غړو ،د مسلم ليګ (ن) صدر محمد نواز شريف، د پيپلز ګوند چيئرمېن بلاول بھټو زرداري، د جے يو آئي (ف) مشر مولانا فضل الرحمان، د جماعت اسلامي امير حافظ نعيم الرحمن او د نورو سياسي ګوندونو لارښودو ګډون وك??و۔ صدر مملکت ووئيل اسرائيل لبنان، شام او يمن په نښه كولو لپاره خپل بريدونه زياتولو سره سره سيمه ايز امن او سلامتيا خطر سره مخ كړې۔ده په دې خبره د افسوس څرګندونه وك??ه چې نړيواله ورورولي په غزه كښې د فلسطيني آبادۍ په ضد د روانې اسرائيلي نسل کشۍ مخنيوي كښې ناکامه شوې۔ صدر آصف علي زرداري ووئيل نړيوالې ورورولۍ له ضروري ده چې تاؤ ترېخوالي كمولو او نور ځاني زيان او شخړي د سيمي نورو برخو كښې خپريدو څخه مخنيوي لپاره په سمدستي توګه كاروائي وك??ي۔ده د ملګرو ملتونو په سلامتي کونسل هم زور راوړو چې فلسطين او لبنان كښې امن و سلامتيا لپاره خپله ذمه واري پوره كړي او د 1967 څخه د وړاندې پولو په بنياد يو آزاد فلسطيني رياست جوړولو له چې پلازمينه به يۍ القدس وي د پاكستان د دريځ پخلے وك??و صدر مملکت ووئيل د فلسطين مسئله د ملګرو ملتونو سلامتي کونسل قراردادونو له مخې حل کولو نه غير مينځني ختيز كښې امن نه شي راتللې۔فلسطين څخه د اسرائيلي عسكرو د بشپړه ??نخ??اء غوښتنه كولو سره ده د ملګرو ملتونو سلامتي کونسل څخه غوښتنه وك??ه چې هغه دې مينځني ختيز كښې امن بحالۍ لپاره اسرائيل د نړيوال قوانين خلاف ورزۍ څخه منع ك??ي۔ صدر مملکت د مقبوضه بيت المقدس پشمول مقبوضه عرب سيمو څخه د اسرائيلي عسكرو بشپړه ??نخ??اء او د فلسطينيانو د نه منسوخ كېدونكې د خپلو??كۍ حق بحالولو له د پاكستان موقف تكرار كړ
د فلسطين مسئله د سلامتي کونسل د قراردادونو له مخې له حل کولو پرته مينځني ختيز كښې امن راتللے نه شي:د صدر مملکت آصف علي زرداري آل پارټيز کنفرنس ته وينا
फॉर्च्यून रैबिट एंटरटेनमेंट विश्वसनीय एपीपी
مضمون کا ماخذ : ٹربو چارج