اسلام آباد 29 اګست (اے پي پي) په پاكستان كښې د چين سفير نونګ رونګ وئېلي دي چې په دې سخت وخت كښې پاكست??نې اولس سره ولاړ يو٬د رېليف او بحالۍ په كارونو كښې به په بشپره توګه برخه اخلو۔ د ګل په ورځ فرينډز آف سلك روډ سېمينار ته د وېنا كولو په مهال په پاكستان كښې د چين سفير نونګ رونګ وئېلي دي چې د چين څخه د پاكستان لپاره د مرستې وړومبۍ پیره سبا راځي٬په سمدستي توګه 25000 ټېنټ او نورې د مرستې سامان وركولې شي ٬د پاكستان رېډ كريسنټ سوسائټۍ ته به 300 ملين امريكائي ډالر او د چين اېسوسي اېشن لخوا 1500 ملين روپۍ به وزيراعظم رېليف فنډ كښې و??كولې شي۔نونګ رونګ ووئيل چې په سي پېك پروژو كار په تندۍ سره روان دے۔د پاكستان د كركيلې په څانګه كښې سرمايه كاري 640 ملين ډالر او سږ كال پاكستان چين ته برآمدات د 4 ارب ډال??ز څخه زيات شوې۔سيمينار ته په خپل خطاب كښې سېنېټر فرحت الله بابر و??ئيل چې امريكا عسكريت خوښي د خپلو اهداف ترلاسه كولو لپاره استعمالولې شي۔په پاكستان كښې عسكريت خوښي بيا صف بندي خطرناك او د پاك چين په اړيكو اثرا اندازې كېدې شي۔سېنېټر مشاهد حسېن ووئيل چې د چين او پاكستان اړيكې په شريكو ګټو اډانه دي٬پاكستان امريكا او چين نزدې راوستلو هڅه كړې۔سي پېك د ښه سباؤن ضمانت دے
په دې سخت وخت كښې پاكستانې اولس سره ولاړ يو٬د رېليف او بحالۍ په كارونو كښې به په بشپره توګه برخه اخلو۔ نونګ رونګ
Treasury Roulette Integrity Platform
مضمون کا ماخذ : ایزٹیک گولڈ