اسلام آباد 30 دسمبر (اے پي پي) د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې د قامي سلامتيا كمېټۍ غ??نډ?? شوې چې پكښې وفاقي وزيرانو ٬ سروسز چيفس او د استخباراتي ادارو مشرانو ګډون كولو۔ د وزيراعظم آفس پرېس ونګ لخوا د جاري بيان له مخې غ??نډ?? كښې د هېواد د معيشت او د سولې ثبات تفصيلي جاج اغستلے شوے۔ وفاقي وزير اسحق ډارد هېواد معاشي صورتحال او چېلنجز نه غ??نډ?? خبر كړه او په دې لړ كښې ئې د حكومت لخوا اختيار كړې معاشي حکمت عملۍ او اقدامات پحقله ګډون كوٶنكو ته بريفنګ وركړو٬ دغسې استخباراتي ادارو په هېواد كښې د امن او امان په مجموعي صورتحال غونډې ته بريفنګ وركړو او د ترهګرۍ د اوسنې چپې پحقله عوامل او د دې مخنيوي لپاره د اقدامات نه ئې غ??نډ?? خبر كړه۔ په دې مهال وزير مملکت حنا رباني د افغانستان په صورتحال غونډې ته بريفنګ وركړو او د پاكستان افغان لنډ مهاله حكومت سره د رابطو نه ئې غ??نډ?? خبر كړه ۔ غونډې په سپينو ټكو ووئيل د پاكستان مقامي ګټه به زيان له نه ورنه كړٶ او نه به چا ته د پاكستان د قامي سلامتيا كليدي تصور ته د زيان رسولو اجازه وركړٶ٬ د پاکستان بقاﺀ، سلامتيا او پرم??تګ او بنيادي مفادات به په مړانه٬ مستقل مزاجۍ او ثابت قدمۍ سره تحفظ كولې شي٬ په غ??نډ?? كښې د ترهګرۍ په ضد د شهيدانو عظيمو قربانيو ته پېرزوئنې وړاندې كولو د غمژنيو كورنيو سره د خواخوږۍ او غمرازۍ څرګندونه وشوه او د شهيدانو لو??و درجو لپاره لاس نيوه هم وشوه ۔ په غ??نډ?? كښې ګډون كوونكو ووئيل ترهګر د پاكستان دښمنان دي مونږ د دې عزم څرګندونه كوو چې ټول قام د ترهګرۍ او د ترهګرو په ضد په يوه بيانيه متحد دے، پاکستان چېلنج كوونكو ته به په بشپړ قوت سره ځواب وركولے شي۔ د قامي سلامتيا كمېټۍ (اېن اېس سي) غ??نډ?? به تر دوېمې جنورۍ كال 2023 روانه وي چې پكښې به د رامخې ته كېدونكې تجويزونو په رڼا كښې نورې پرېكړې كولې شي
د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې د قامي سلامتيا كمېټۍ غونډه
Super Golf Drive APP Game Download
مضمون کا ماخذ : jogos de azar no Brasil