کراچۍ۔6فروری(اے پی پی) د وزيراعظم د سياسي او اولسي چارو قامي ورثې او كلتور سلاكار امير مقام وئيلي دي حكومت د ترهګرۍ او د معيشت په مسئلو د ق??بو موندلو لوظ لري۔ دا خبره ده په اردو لغت بورډ كراچۍ كښې دميډيا نمائندګانو سره خبرو كښې وكړه۔ دې څخه وړاندې ده د ادارې په باغيچه كښې بوټې نال كړو او د اردو لغت بورډ ٬ كراچۍ د بيا رنګ روغن شوې ودانۍ پرانسته يۍ وكړه۔ ده د ودانۍ د بېلو برخو جاج واخست۔ اميرمقام ووئيل د اوسنۍ چاؤدنې څخه وروستو په پېښور كښې د وزيراعظم شهبا?? شريف په مشرۍ كښې د اېپكس كمېټۍ ??ون??ه وشوه٬ ??ون??ه كښې ټولو اسټېك هولډرز ګډون وكړو۔ ده ووئيل د اے پي اېس څخه وروستو چې زمونږ كوم عزم وو نن هم دغه عزم موجودے دے۔ ده ووئيل هېواد به د امن مركز جوړو۔ وزیراعظم د قائد ښار كراچۍ په اړه ??پلو خبرو كښې ووئيل کراچۍ د هېواد معاشي حب دے ٬ د دې ښار چلېدو سره د ګرد هېواد چلېدل تړلي دي۔ ده ووئيل پخوا د دې ښار حالت ډېر ناوړه وو ۔ وزيراعظم نوا?? شريف په دې ښار كښې امن په ځائې كولو له د كار كولو پرېكړه وكړه چې په نتيجه كښې يۍ د ښار امن او رڼاګانې بحال شوې۔ امير مقام ووئيل نوا?? شريف په خپل دور كښې په سسټم كښې د 10 زره مېګاواټ برېښنا اضافه وكړه۔ ده ووئيل د اردو ډكشنري بورډ ودانۍ حالت ډېر ناوړه وو ٬ مونږ فنډز وركړل ٬ رنګ روغن وشو او نن يۍ پرانسته وشوه۔ ده ووئيل بلها كتابونه دلته پراته دي بايد دې څخه استفاده وكړې شي۔ دې څخه وړاندې دې مزار قائد ته لاړو او قائد مېنجمنټ بورډ كښې يۍ د میوزیم رنګ روغن په اړه ?? بريفنګ ??ون??ې مشري وكړه۔ چارواكو د وزيراعظم سلاكار ته بشپړه ??ريفنګ وركړو۔
حكومت د ترهګرۍ او د معيشت په مسئلو د قابو موندلو لوظ لري٬ امير مقام
Opera Dynasty APP game website
مضمون کا ماخذ : سکاراب ملکہ