اسلام آباد۔7فروری(اے پی پی) د خزانې وفاقي وزير سېنېټر اسحاق ډار وئيلي دي د ستونزو باوجود حكومت د چارو سمولو او معيشت په سم لوري د روانولو عزم لري۔ ده دا خبره د نهې په ورځ د اېشین انفراسټرکچر اېنډ انوېسټمنټ بېنک چیف اکانومسټ ایرک برګلوف سره ملاقات كښې وكړه۔ په دې موقعه د خزانې خصوصي مرستيال طارق باجوہ، د محصولاتو خصوصي مرستيال طارق محمود پاشا او د فنانس ډويژن مشران چارواكي هم موجود وو۔ د خزانې وزير ايرك برګلوف ته هركلې ووې او دې يۍ د هېواد د موجوده معاشي منظرنامې ٬ تلپاتي اقتصادي پرمختګ او په معاشي توګه د ټولنې د كمزور ډلو سماجي پرمختګ لپ??ره د حكومتي معاشي پالېسيو ??و اصلاحاتو څخه خبر كړو۔ ده ووئيل د ستونزو باوجود حكومت د چارو سمولو او معيشت په سم لوري د روانولو عزم لري۔ د خزانې وزير پلاوې د تېر كال سختو سېلابونو د لاسه شويو ??يانونو او په ځپليو ??يمو كښې د بحالۍ او بيا ودانۍ چارو په اړه خبر كړو۔ د ایشین انفراسټرکچر اېنډ انوېسټمنټ بېنک چیف اکانومسټ د اولس سماجي پرمختګ لپ??ره د موجو??ه حكومت د معاشي پالېسيو ??و اصلاحاتو ستائنه وكړه۔ ده د بنيادي اډانې پرمختګ په منصوبو او په سرمايه كارۍ كښې د بېنك په كردار رڼا واچوله۔ د خزانې وزير پاكستان لپ??ره په مرسته كولو د بېنک د چیف اکانومسټ مننه وكړه۔
د خزانې وزير اسحاق ډار د ایشین انفراسټرکچر اېنډ انوېسټمنټ بېنک چیف اکانومسټ ایرک برګلوف سره ملاقات
Curse of Athena APP download
مضمون کا ماخذ : میگا سینا اکمولاڈا