ګوادر 27 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف وئيلي د ګوادر او بلو??ست??ن په وسائلو وړومبې حق د ځائي اولس دے٬ په خوا او شا هېوادونو كښې ناست هېواد دښمن نه غواړي چې ??لو??ست??ن ترقي وكړي او دلته سياسي استحكام وي٬ بلو??ست??ن خپلې مرضۍ سره په پاکستان كښې د شاملېدو پرېكړه كړې وه٬ مونږ له د دې پرېكړه تکريم او تعظيم كول پكار دې٬ بلو??ست??ن د پرمختګ خوشحالي په زغل كښې شاملول وړومبۍ ترجيح ده٬ مونږ ګوادر د نړۍ بهترين بندرځائ جوړول غواړو۔ د زيارت په ورځ په ګوادر بزنس سنټر كښې مستحق فشرمېنز ته د مرستې چېكس وركولو او د ګوادر پوهنتون ذهين زده كوٶنكو ته د لېپ ټاپس وركولو دستورې ته خپلې وېنا كښې وزيراعظم ووئيل بلو??ست??ن د مېړنو او زړه ورو بلوچيانو، پښتنو، براهوي او د نورو قامونو صوبه ده كومې ته چې لوي څښتن بلها وسائل وركړې دي۔ وزيراعظم ووئيل په كال 2013 كښې چې كله نواز شريف په درېم ځل وزيراعظم منتخب شو نو د بلو??ست??ن او ګوادر ترقۍ او خوشحالۍ لپاره ئې احسن اقبال او نورو وزيرانو سره په ګډه د اولسي نوعيت منصوبو پلان جوړ كړې ٬ نن چې ??ه كوم ځائ كښې ولاړ يم دلته په ګوادر د څښلو اوبو، ايران څخه د برېښنا ترسيل، پنجګور څخه د ټرانسميشن لائن، د اوبو ټريټمنټ او صوبې له د نورو منصوبو لپاره د زړه د خلاصه كار شوې٬ خو په تېرو څلورو كالو كښې هېڅ كار نه دې شوې٬ دا د منصوبه بندۍ له مخې په دې منصوو كار نه دې شوې حالانكه دا منصوبې د سي پېك له مخې د چين په معاونت بشپړېدونكې وې٬ د سي پېك له مخې ګوادر صنعتي زون، ګوادر روغتون، ګوادر ائيرپورټ او نورو منصوبو لپاره د چين ګرانټ له مخې بشپړېدول وو خو دغه منصوبې ختم كړې شوې ۔ وزيراعظم ووئيل د 15 مياشتو د بلها ستونزو باوجود مونږ د صوبې پرمختګ اوخوشحالۍ لپا??ه كار كړې٬ د سېلاب په مهال ما خپله د بلو??ست??ن د ګوټ ګوټ دو??ه كړې٬ زمونږ حكومت په سپېځلي ډول د كورنۍ په سره سېلاب ځپليو لپاره 25 زره روپۍ ابتدائي معاونت وركړې، صوبائي حکومت د خپلو وسائلو څخه د دوي مرسته كړې په دې د ځائي مشرانو مننه كوٶ۔ وزيراعظم ووئيل بلو??ست??ن له لوي څښتن معدنيات وركړې دي سوئي ګېس، ريکوډك او سينډک په صورت كښې دلته خزانې ښخې دي چې پرې د صوبو د اولس وړومبې حق دے ۔ وزيراعظم ووئيل د ريکوډك په معامله د پاكستان حکومت ته اربونو روپو زيات شوې او ځائي اولس ته د ېوي پېسې فائده نه دې رسېدلے٬ په ګوادر وړومبې حق د ګوادراو د بلو??ست??ن د اولس دے٬ ځائي اولس ته به د بندرځائ جوړېدو سره د څښلو اوبه، تعليم، صحت او روزګار وركول پكار دي دغسې چې ??ولس پوهه شي چې ?? پرمختګ دا منصوبې دوي لپاره دي چې ورسره به نه يوازې د دوي د ژوند معيار لوړ شي بلكې په سيمه كښې به معاشي پرمختګ خوشحالي هم راشي۔ وزيراعظم ووئيل چې په تېرو 15 مياشتو كښې مونږ د بلها ستونزو س??ه كار كړے دے٬ آئي اېم اېف سره لوظنامه شوې٬ مونږ هېواد د ديواليه كېدو نه بچ كړې چې پكښې د چين، سعودي عرب او متحده عرب امارات مونږ سره بلها مرسته شامل ده، پرون د چين ايګزم بېنك د پاکستان 2.4 اربه ډالره قرضه رول اوور كړه۔ وزيراعظم ووئيل زه د بلو??ست??ن اولس په خاص توګه زده كوٶنكو انجونو او ځوانانو ته وائيم كوم خلق چې ??مونږ خېرخواه دي او كومو هېوادونو چې ?? شرطونو نه غېر زمونږ مرسته كړې د دغه خلقو او هېواد خېرخواهي او حفاظت زمونږ ذمه واري ده ٬ مونږ ټيکنالوجۍ او سرمايه کارۍ لپاره خپل دوست او خېرخواه هېوادونو پلو سترګې نيولې دي۔ وزيراعظم ووئيل زده كوونكو په ستونز مند وضعه كښې د وسائلو نه غېر په تعليمي مېدان كښې خپله پوهه ثابت كړې ده٬ د لېپ ټاپ منصوبه د څلورو واړو صوبو ملكيت دے او د دې دارومدار په مېرټ دے۔ وزيراعظم ووئيل د آبادۍ تناسب سره په لېپ ټاپ سکيم كښې د بلو??ست??ن برخه 6 فيصده ده خو ما احسن اقبال ته خواست كولو سره دا برخه 14 فيصده كړې ده، راتلونكې كال كښې به دا برخه اتلس فيصده كوٶ۔ وزيراعظم زمونږ خواهش دې چې ?? كراچۍ٬ لاهور او پېښور غوندې كوئټه كښې هم ترقي او خوشحالي وي۔ وزيراعظم د خپل تقرير په پائي كښې ووئيل چين د پاکستان خېرخواه، همدرد او دوست هېواد دے چا چې په سخت وخت كښې د پاكستان ملګر??يا كړې ده۔ وزيراعظم ووئيل چې ??لو??ست??ن او په پاکستان كښې كار كوٶنكي د چين وګړو حفاظت زمونږ له د خپل ځان نه زيات پكار دے ځكه چې ??وي زمونږ خېرخواه او دوستان دي۔ وزيراعظم په آخر كښې د پاکستان زنده باد او قائداعظم زنده باد نعرے ووهلې او ګډون كوونكو جوش او جذبنې سره ځواب وركړو۔ د بلو??ست??ن ګورنر ، وفاقي وزيران احسن اقبال، مولانا اسعد محمود، سيد فېصل سبزواري، شزه فاطمه خواجه او نور لوړ پوري هم په دې موقع موجود وو۔ وزيراعظم په دې موقع مستحق فشرمېنز له د مرستې چېكس او د ګوادر پوهنون ذهين زده كوونكو له لېپ ټاپس وركړل٬ مستحق فشرمېنز له 2.5 لكه روپۍ سړي سر چېكونه وركړې شوي دي۔
د ګوادر او بلوچستان په وسائلو وړومبې حق د ځائي اولس دے٬ بلوچستان د پرمختګ خوشحالي په زغل كښې شاملول وړومبۍ ترجيح ده٬ مونږ ګوادر د نړۍ بهترين بندرځائ جوړول غواړو۔ وزيراعظم شهباز شريف
Tang Bohu clicks on Qiuxiang scholar’s online entertainment link
مضمون کا ماخذ : نتیجہ ڈوپلا سینا