ملګري ملت??نه 3 اکتوبر(اے پی پی) پاكستان په جموں وكشمير د هند قبضه د عصري دو?? د نوآبادتي نظام تر ټولو ناوړه مظهر ګرځولو سره ملګرو ملتونو څخه غوښتنه كړې چې هغه دې د سلامتي كونسل د قراردادونو او د كشميري اولس د هيلو له مخې د كشميري شخړې په سولييز حل زور راوړي۔ په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل مندوب منېر اكرم د عمومي اسمبلۍ سپېشل پولیټیکل اېنډ ډی کالونائزېشن كمېټۍ ته ووئيل چې د كال 1946 څخه وروستو 80 هېوادونو آزادي ترلاسه كړې خو لا تر اوسه داسې خلق هم موجود دي كوم چې د خپلواكۍ حق څخه محرومه ساتلې شي په كومو كښې چې د مقبوضه كشمير او فلسطين خلق شامل دي۔ ده ووئيل د كشميري اولس د خپلواكۍ حق د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل قرارداد 47 او دې څخه وروستو په يو شمېر قراردادونو كښی تسليم كړے شو۔ ده ووئيل دا قرارداد??نه هند او پاكستان دو??ړو قبول كړل او دو??ړه د ملګرو ملتونو د چارټر آرټ??كل 25 له مخې په دې د عمل كولو پابند دي۔ ده ووئيل په 5 اګست 2019 هند د مقبوضه كشمي?? ضم كولو له يو اړخيزه ګام پورته كړو كوم چې هندي لارښودو حتمي حل ګرځولے دے۔ پاكستاني مندوب ووئيل په هند كښې 3.4 ملین څخه زيات جعلي ډوميسائل سرټیفکېټ هندي وګړو ته جاري كړې شوي۔ ده كمېټۍ ته ووئيل شول چې د کشمیري اولس زمكې او جائيداد??نه هم پوځي او سركاري استعمال لپار?? ضبط كولې شي۔ ده په دې خبره زور راوړو چې په سوئيلي آسيا كښې تلپاتې امن لپاره د كشمير مسئلې حل ضروري دے۔ منیر اکرم ووئيل دا د هند ذمه واري ده چې هغه دې د دې مسئلې حل لپاره په زړه پورې حالات رامخې ته كړي۔ هند دې په مقبوضه كشمير كښی د بشري حقونو خلاف ورزۍ بندې كړي٬ د آبادياتي بدلون عمل دې ختم كړي او د 5 اګست 2019 اقدامات دې بېرته واخلي
په جموں وكشمير د هند قبضه د عصري دور د نوآبادتي نظام تر ټولو ناوړه مظهر دے٬ مستقل مندوب منېر اكرم
Scroll Love Roll Entertainment Platform Official Website
مضمون کا ماخذ : میگا سینا آن لائن