پېښور۔ 06 مارچ (اے پی پی) وزیراعظم شهبازشریف د شورؤ په ورځ په خېبر پښتونخوا كښې د اوسنيو طوفاني بار??نو??و او واورې پرېوتو د لاسه ځپلې شويو ته د معاوضې چېكونه وركړل۔ وزیراعظم د وفاقی حکومت لخوا د ضم شويو قبائلي ضلعو په شمول د خېبر پښتونخوا په بېلو ضلعو كښې د اوسنيو طوفاني بار??نو??و او واورې ورېدو د لاسه د حق رسېدل??و كسانو وارثانو ته 20 لكه روپۍ او هر يو ژوبل شوي تن ته د 5 لكه روپو چېك وركړو۔ وزیر اعظم په ګورنر هاؤس كښې ځپليو ته دا چېكونه پ?? يوه دستوره كښې وركړل۔ د وزارت عظمیٰ منصب سنبالولو څخه وروستو دا د وزيراعظم د خېبر پښتونخوا اولنۍ دوره وه۔ په دې موقعه د خېبر پښتونخوا ګورنر حاجی غلام علی، د قومي اسمبلۍ غړي خواجه آصف، ان??ین??ر امیر مقام، سردار محمد یوسف، مرتضیٰ جاوید عباسی، عطاء اللہ تارړ، د مسلم لیګ ن لارښودو اسحاق ډار، د كے پي پخوانے ګورنر ، ان??ین??ر اقبال ظفر جھګړا او نور موجود وو۔ دا خبره دې ښكاره وي چې په خېبر پښتونخوا كښې د اوسنيو بار??نو??و او د واورې ورېدو په نتيجه كښې رامخې ته شويو پېښو كښې د 27 كوچنيانو په شمول 40 كسان مړه او 62 ژوبل شوي دي۔ وزیراعظم اړوندو چارواكو او محكمو ته هدايت وكړو چې د ځپلې شو??و كورونو تخمینه دې 5 ورځو كښې بش??ړ كړې شي او د معاوضې د ادائيګۍ عمل دې د روانې مياشتې تر 11 مې نېټې بش??ړ كړې شي۔ ده اعلان وكړو چې په خېبر پښتونخوا كښې د ويجاړ شوي هر كور مرمت له به 7 لكه او په جزوي توګه د ځپلې شوي كور بيا رغونې له به 3 لكه روپۍ وركولې شي۔ وزیراعظم ووئيل ما په دويمه ورځ د بلوچستان د باران ځپلي سيمو دوره هم وكړه او ځپل??و كورنيو سره مې د يووالي څرګندونه وكړه۔ ده د اوسنيو بار??نو??و په مهال د ريليف او رېسكيو په هڅو كښې د اېن ډي اېم اے ٬ پي ډي اېم اے ٬ پوليس او د كے پي كے د ضلعي انتظاميې كاركردګي وستائله۔ ده باور وركړو چې وفاقي حكومت به د خېبر پښتونخوا د ځپليو هر ممكنه مرسته كوي۔ وزیراعظم د باران د لاسه ځپلې شويو وګړو او د هغوي كوچنيانو سره ملاقات وكړو او دوئي څخه د مسئلو پوښتتنه وكړه۔ ده پ?? حق رسېدليو له د بخښنې او غمجن??و كورنيو له د صبر او زغم دعا هم وكړه۔ دې څخه وړاندې پېښور ته پ?? رسېدو د خېبر پښتونخوا ګورنر حاجي غلام علي د وزيراعظم هركلې وكړو۔ وروستو ده وزيراعظم سره ملاقات وكړو او د معاشي چارو په شمول د صوبې په مجموعي صورتحال يۍ ده سره د خيالاتو څرګندونه وكړه۔
وزيراعظم په خيبر پښتونخوا كښې د طوفاني بارانونو او واورې پريوتو دلاسه د حق رسيدليو كسانو كورنيو او ژوبل شويو ته د معاوضې چيكونه وركړل
Ultimate Striker Official Entertainment Portal
مضمون کا ماخذ : bolão lotofácil