اسلام آباد۔21مارچ (اے پی پی) د خارجه دفتر وياندې ممتاز زهرہ بلوچ وئېلي دي خارجه وزير محمد اسحاق ډار د خپلې وړومبۍ غیر ملکی دورې په مهال برسلز كښې دے ٬ چرته چې هغه نن د جوهري توانائۍ په وړومبۍ سر مشريزه غونده كښې ګدون كوي ۔ وياندې د زيارت په ورځ پریس بریفنګ كښې ووئبل نیوکلیئر انرجي سمټ د جوهري توانائی استعمالولو لپاره هېوادونه رايو ځائے كوي ??و د جوهري توانائۍ په څانګو كښې د نړيوالې مرستې لپاره يو پلیټ فارم وركوي ۔ وياندې ووئېل خارجه وزیر غونډه كښې د توانائي د سلامتیيا په اهمیت او زياتېدونكو غوښتنو او د موسمیاتي اندېښنو د موثر حل لټولو په ضرورت به زور راوړي ۔ هغه به د نیوکلیئر پاور پلانټس چلولو لپاره د پاکستان د پ??اخ?? تجربې او حفاظت، د خزلې انتظام او نه خپرولو په اړه د پاکستان عزم رامخې ته كوي ۔ دغسې خارجه وزیر به د جوهري توانائۍ برمختګ لپاره تر ټیکنالوجي رسائي، فنانسنګ او د ترقي كوونكو هېوادونو لپاره د نړېوالې اتومي توان ایجنسۍ د تکنیکي مل??تړ زياتولو پشمول په مرسته زياتولو زور راوړي ۔ وياندې ووئېل هغه به برسلز سمټ كښې د ګډون كوونكو هېوادونو لارښودو او خارجه وزيرانو سره هم مل??قاتونه کوي ۔ دغسې پاکستان ته په راستنېدو به لندن كښې د برطانیه چارواكو سره مل??قات کوي ۔
خارجه وزير اسحاق ډار په برسلز كښې د جوهري توانائۍ په وړومبۍ سر مشريزه غونډه كښې ګډون كوي ، د خارجه دفتر ويانده
Candy Monster Official Entertainment Website
مضمون کا ماخذ : سامرائی کی خوش قسمتی۔