اسلام آباد۔20دسمبر(اے پی پی) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني د پارليماني ګ??رننس په مضبوطولو ٬ سپېځلتيا ٬ شموليت او د جمهوري رواياتو په تحفظ زور راوړلو سره وئيلي دي چې مونږ د جمهوري رواياتو تحفظ او د بدلېدونكې ګورننس چاپېريال سره د همغږۍ پېدا كولو چېلنج سره مخ يؤ٬ قانون ساز مجالسو له به نه يوازې ?? موجوده چېلنجونو ځواب كول وي بلكې دا هم ضروري ده چې هغه پوهې ٬ بصيرت او دوه اړخيزه مرستې سره د دې مقابله وكړي٬ مكالمې ته د ودې وركولو ٬ د غوره تګلارو تبادلې او د ركاوټونو په ګوته كولو د لارې دا کنفرنس ?? 18م بدلون نفاذ ښه كولو او د ګورننس ??و صوبائي خپلواكۍ مقصدونه مخ په وړاندې بوتللو كښې مهم كردار ترسره كولے شي۔ ده د جمعې په ورځ د 18م سپيكر كنفرنس ??وېمې ورځې ناستې ته خطاب كولو۔ د قامي اسمبلۍ سپيكر ??رد??ر اياز صادق په شمول د څلورو واړو صوبو ٬ د آزاد جموں وكشمير او ګلګت بلتستان سپيكران او سېكتران هم په كنفرنس كښې موجود وو۔ د سېنېټ چيئرمېن ووئيل دې فورم ته خطاب ما لپاره يو درناوې دې۔ ده ووئيل زه د قامي اسمبلۍ د سپيكر مننه كوم چا چې د لس كلونو اوږدې مودې څخه وروستو دا مهم كنفرنس وكړو۔ ده ووئيل تېره ورځ د كنفرنس په مهال دوه مهم نشستونه وشول په كومو كښې چې په آئيني چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ اولني نشست كښې د 18م آئيني ترميم د نفاذ جاج واخستے شو كوم چې د پاكستان په آئيني تاريخ كښې د يو سنګ ميل حېثېت لري۔ ده ووئيل ننۍ ايجنډا د پارليماني ګ??رننس ښه كولو ٬ سيمه ايزې مرستې ته وده وركولو او په نړيواله كچه زمونږ د قامي ګ??و وكالت لپاره يو ستراتېجيكي روډ مېپ وړاندې كوي۔ ده ووئيل مونږ له به په ګډه دا باوري كول وي چې زمونږ قانون ساز مجالس به نه يوازې ??مهوري روايات په ځاے ساتي بلكې د بدلېدونكي ګ??رننس ??قاضو سره به همغږي هم پېدا كوي
مونږ د جمهوري رواياتو تحفظ او د بدلېدونكې ګورننس چاپېريال سره د همغږۍ پېدا كولو چېلنج سره مخ يؤ: د سينيټ چيئرمېن
यिबांग इलेक्ट्रॉनिक्स ईमानदार मनोरंजन एपीपी
مضمون کا ماخذ : خوش قسمت لڑکی