اوسته مح??د 10 سستمبر (اے پی پی)وزيراعظم مح??د شهباز شريف او د ملګرو ملتونو سېكرټري جنرل انتو??يو ګوتريس د خالي پ?? ورځ د جعفر آباد ضلعې اوسته مح??د سيمې دوره كړې ۔د بلوچستان چيف سېكرټري د وزيراعظم مح??د شهباز شريف او د ملګرو ملتونو سېكرټري جنرل د مون سون اوسنو بارانونو او سېلاب٬ د سلاب نه پس په ټوله صوبه كښې د مرستې او بحالۍ د هڅو په اړه تفصيلي بريفنګ وركړو۔ وزيراعظم مح??د شهباز شريف په دې موقع د ملګرو ملتونو سېكرټري جنرل ته ووئيل د بلوچستان د رقبې پع توګه د پاكستان تر ټولو لويه صوبه ده اړوندو ??ار??اكو ته تر لرې پرتو سيمو رسېدو كښې مشكلات رامخې ته كېږي۔ده ووئيل د سېلاب له امله بنيادي ډهانچې٬سړكونو او د رابطې پلونو ته سخت زيان رسېدلے ۔وزيراعظم ووئيل د سېلاب ځپليو خلقو بحالي يو لوي چېلنج دے٬وفاقي حكومت د رېليف په هلو ځلو كښې صوبائي حكومت سره مرسته كوي٬خو دومره لويو چېلنجونو مقابلې كولو لپاره به نړيوالې ورورولۍ له پاكستان سره مرستې لپاره راوړاندې كېدل وي۔وزيراعظم ووئيل بلوچستان د قدرتي وسائلو څخه ډكه صوبه ده او زمونږ حكومت د بلوچستان پرمختګ ته خاص پام كوي۔د بلوچستان وزيراعلٰی عبدالقدوس بزنجو په دې موقع د ملګرو ملتونو سېكرټري جنرل ته ووئيل رېسكيو٬رېليف او د بحالۍ هڅو لپاره صوبائي حكومت خپل ټول محدود وسائل كاروي۔ده ووئيل د سېلاب ځپليو خلقو مرستې لپاره د نړيوالې ورورورلۍ څخه د مرستې خواست دے۔د دې څخه وړاندې اوسته مح??د ته رسېدو د بلوچستان لنډ مهاله ګورنر او وزيراعلٰی عبدالقدوس بزنجو د وزيراعظم او د ملګرو ملتونو سېكرټري جنرل هركلے وكړو۔
وزيراعظم محمد شهباز شريف او د ملګرو ملتونو سېكرټري جنرل د سېلاب ځپلې سيمې اوسته محمد دوره٬د بلوچستان چيف سېكرټري تفصيلي بريفنګ وركړو
NorthGlass official link
مضمون کا ماخذ : پاکستان لاٹری ٹکٹ