اسلام ??باد 29 ستمبر (اے پي پي) د موسمياتي بدلون وفاقي وزيرې سېنېټر شېري رحمان وئيلي دي پارلمان د هېواد تر ټولو لوي ليوينګ انډس اقدام منظوري وركړې ٬ مقصد ئې د تهذيبونو مركز د ابا??ين درياب حفاظت كول دي كوم چې د ماحولياتي انحطاط او د بشري هلو ځلو له امله سختو خطرو سره مخ دے۔ د زيارت په ورځ د موسمياتي بدلون سېكرټري آصف حېدر شاہ سره په ګډه ميډيا ته د بريفنګ په مهال وفاقي وزيرې د منصوبې خدوخال رامخې ته كړل كوم چې د تعل??م پوهانو٬٬ شتراكتدارو او صوبائي حكومتونو سره په بشپړ مشاورت جوړ كړې شوي۔ سېنېټر شېري رحمان ووئيل ابا??ين د شمال نه تر سوئيل پخپله خوا اوشا كښې زراعت او آبادۍ پالي٬ مونږ له به د فطرت او همكارۍ سره پرمختګ باوري كول وي د فطرت په ضد نه ۔ دې ووئيل ملګرو ملتونو موسمياتي بدلون سره د ابا??ين په اړه په تفصيلي رپورټ جوړولو كښې مرسته كړې دغسې چې د يو فعاله درياب او د دغې تحفظ او بحالۍ لپاره په سوچ لائحه وضع كړې شي۔ وفاقي وزېرې په دې خبره زور رواړو چې د ابا??ين نوعيت٬ ټپوګرامي او حياتياتي تنوع دې څخه تېرېدونكې هرې سيمې سره بدلېږي۔ دې ووئيل آبي انواع په خطر كښې دي او تر ټولو زيات خطر درياب سره اوسېدونكو انسانانو ته پیښ دے٬ مونږ له به د ابا??ين د قدرتي لارو بحالۍ لپاره طريقې لټول وي٬ د ليونګ انډس انيشيټو وضاحت كولو سره وفاقي وزيرې ووئيل د دې له مخې په 25 ابتدائي مداخل ته پام ګرځولې شي كومې چې ترجيحي څانګې دي۔ وفاقي وزيرې د كليدي 25 مداخلو وضاحت كولو كښې ووئيل دا منصوبه به د هېواد په طول او عرض كښې كار كوي٬ نجي څانګې ته به د مالي وسائلو كمي په سبب مالي مرستې ته اړتيا وي٬ زمونږ ټول فنډز د سېلاب ځپليو بحالۍ لپاره انساني مرستې پلو ګرځولے شوے ٬ چې پكښې د موسمياتي موافقت او لچك فنډز هم منتقل كړے شوے ۔ دې ووئيل په فطرت آډانه لچکدار زراعت، كوز سندھ كښې په نمكيات قابو موندل، د انډس ډيلټا تحفظ، صنعتي اوبو څخه د ابا??ين ساتنه، ګرين انفراسټرکچر او زميكيز ريچارج، د زمكې لاندې د اوبو انتظام، يو لك كميونټي بانډز، ليوينګ انډس نالج پليټ فارم، انډس ټرسټ فنډ، کلائميټ نيچر پرفارمنس بانډز، ګرين انډس لپاره سوشل انټرپرينيورشپ، د ابا??ين په غاړه پلاسټک ويسټ سټيز، د درياب په غاړه د ښاريو ځنګلونه٬ انډس پروټيکشن اېکټ، د انډس بيډز تحفظ، په سندھ طاس كښې د حياتياتي تنوع پرمختګ،د ابا??ين کميونټي سېلګري٬ د ابا??ين ورثه٬ سائټس، د پراخه شوې GLOF II، پرما کلچر ته وده وركول او نور شامل دي۔ دې ووئيل دا اقدام ?? صوبو پشمول د ټولو حكومتونو دے ځك?? چې دا منصوبې به په صوبو كښې پېل كولې شي۔ د دې نه علاوه په دې اقدام كښې هر يو كس د وګړي په حېث ګډون كولې شي او صوبې به د درياب تحفظ له مرسته كوي
پارلمان د هېواد تر ټولو لوي ليوينګ انډس اقدام منظوري وركړه٬ مقصد ئې د تهذيبونو مركز اباسين حفاظت كول دي۔ سېنېټر شېري رحمان
Speed Baccarat A game card official platform
مضمون کا ماخذ : لاٹری کھیلنے کا طریقہ