اسلام آباد 02 نومبر (اے پي پي) سياسي او اولسي چارو لپاره د وزيراعظم سلاحكار انجينئر امير مقام وئيلي دي د پاکستان او کرغزستان ترمېنځه په بېلو څانګو كښې په خاص توګه د سېلګرۍ په څانګه كښې د مرستې پراخه امكانات موجود دي۔ دا خبرې ده د پاکستان نېشنل کونسل آف دي آرټس كښې د تعليم٬ كلتور او سېلګرۍ په اړه تابيا كړي مېګا ون يونټ ته د وېنا په مهال وكړې۔ انجينئر امير مقام ووئيل پاكستان د قدرتي حسن نه ډك دے۔ ده ووئيل زه پوخ باور لرم چې سېلګري د امن ودې او د ترهګرۍ خاتمې لپاره يوه بهترين ذريعه ده۔ ده په دې موقع د دواړو هېوادونو ترمېنځه ن??غ په ن??غه پروازونه پېل كولو لپاره د کرغزستان سفير ته د مرستې وړاندېز هم وكړو۔ ده ووئيل وزيراعظم په دې وروستيو ??ښې د دورې په مهال د شنګھائي مرستې تنظيم د مشرانو كونسل غونډې په مهال د كرغزستان صدر سره ملاقات كړے چې پكښې د تجارت٬ توان٬ سرمايه كارۍ او د اولس ترمېنځه د نزدې مرستې په حاجت زور رواړلے شوے۔ دوې د پلاويو ??ه كچه د تبادلو٬ په بين الپارليماني، دفاعي او د امنيتي اړيكو د لا قوي كولو لپاره د عزم پخلے وكړو
د پاکستان او کرغزستان ترمېنځه په بېلو څانګو كښې د مرستې پراخه امكانات موجود دي۔ انجينئر امير مقام
Super Ball Official Game
مضمون کا ماخذ : پھل اور سات