اسلام آباد۔23مارچ (اے پی پی) د سېنېټ چيئرمېن صادق سنجراني د رمضان المبارك مياشتې په راتللو ټول اولس او ګردې اسلامي نړۍ ته مباركي وركولو سره وئيلي دي چې رمضان المبارك د رحمتو??و او بركتونو مياشت ده٬ روژې په مونږ كښې د پرهېزګارۍ پېدا كولو لپاره فرض كړې ش??ي دي٬ د دې مياشتې درې لسيزې په ترتيب سره د رحمت ٬ بخښنې او جهنم څخه د خلاصي ضا??ن ګرځولې شوې دي۔ ده ووئيل روژه يو بدني زكوة دې او دا د نورو د احساس كولو درس وركوي۔ د زيارت په ورځ د سېنېټ سېكرټرېټ لخوا د جاري شوي بيان له مخې د سېنېټ چيئرمېن صادق سنجرانی د رمضان المبارك مياشتې په راتللو خپل پېغام كښې ووئيل په خپل ژوند او ټولنه كښې بدلون راوستلو له به مونږ له خپل سلوك او رويه د اسلامي تعليماتو او اصولو له مخې كول وي۔ ده شتمندو څخه اپيل وكړو چې هغ??ي دې په دې مياشت كښې د بې وزله ??و مستحق وګړو زياته نه زياته مالي مرسته وكړي دغسې چې دوئي هم ددې مياشتې له بركتو??و او رحمتونو څخه استفاده وكړي۔ ده دعا وكړه چې پاك پروردګار دے مونږ ته د اسلامي تعليماتو په رڼا كښې پابندۍ سره د روژې نيولو توفيق راكړي او د دې مياشتې په بركت دې ګران وطن ته پېښې ستونزې لرې كولو كښې زمونږ مرسته وكړي۔ پاك پروردګار د?? زمونږ د ټولو مل ملګرے شي۔ امين۔ تل دے وي پاكستان۔
رمضان المبارك د رحمتونو او بركتونو مياشت ده٬ روژې په مونږ كښې د پرهيزګارۍ پيدا كولو لپاره فرض كړې شوي دي ٬ د سينيټ چيئرمين د مقدسې مياشتې راتللو په موقعه پيغام
The Mysterious Book of Egypt APP game official website
مضمون کا ماخذ : سامراا سپلٹ