اسلام آباد۔7اپریل (اے پی پی) په پنجاب او خېبر پښ??ون??وا كښې ټاكنو سره اړوند ازخود نوټس كېس كښې د سپريم كورټ جسټس اطهر من الله تفصيلي اختلافي نوټ جاري كړے دے كوم ??ې په 35 صفحو مشتمل دے۔ د جمعې په ورځ په جاري كړې شوي خپل تفصيلي نوټ كښې جسټس اطهر من الله وئيلي دي چې د سپريم كورټ په شمول ټولو ا??ارو له به خپله انا يو اړخ ته كولو سره آئيني ذمه وارۍ ترسره كول وي۔ ده وئيلي چې مونږ د تېر وخت څخه هېڅ زده كړه نه ده كړې۔ ده زياته كړه چې پنجاب او خېبرپخ??ون??وا كښې د ټاكنو نېټې په اړه ازخود نوټس خارج كولې شي٬ په خواستونو د دې خارج كولو ??رې اسباب دي دا چې د آرټیکل 184 (3) د استعمال بنیادی اصولو پابندي په بنچ لازم وه۔ ده ووئيل عدالت له به خپلې غېر جانبدارۍ له د سياسي ګوندونو د ګټو په معاملو ا??تياط كول وي٬ عدا??ت بايد په سياسي خواست كښې نېك نيتۍ ته هم وګوري۔ ده ووئيل د ټاكنو د نېټې معامله د يوې تنازعې په نتيجه كښې رامخې ته شوه كومه چې په بنيادي توګه د سياسي نوعيت وه۔ ده ووئيل جسټس یحییٰ آفریدی صحيح وئيلي وو چې عدالت دې په از خود نوټس كښې احتياط وكړي۔ جسټس اطهر من ﷲ ووئيل د جسټس سيد منصور علي شاه او جسټس جمال خان مندوخېل رايې سره اتفاق لرم كومه كښې چې هغوي سپریم کورټ د مسلسل سياسي شخړو د حل مركزو ښودلے دے۔ ده ووئيل ازخود نوټس پرېكره د څلور ??رې ده۔ جسټس اطهر من ﷲ په خپل تفصيلي اختلافي نوټ كښې يو شمېر پوښتنې كړې دي چې آيا د سياسمي حكمت عملۍ په توګه صوبائی اسمبلۍ تحليل كول جمهوريت سره مطابق لري؟ آيا دا پخپله د آئين خلاف ورزي نه ده۔ دا خبره دې ښكاره وي چې چیف جسټس آف پاکستان جسټس عمر عطاء بندیال د پخواني سی سی پی او لاهور غلام محمد ډوګر په ټرانسفر كېس كښې د جسټس اعجاز الاحسن او جسټس مظاهر علی اکبر نقوی نوټ از خود نوټس اخستے وو۔
د سپريم كورټ جستس اطهر من الله په پنجاب او خيبر پښتونخوا كښې ټاكنو سره اړوند ازخود نوټس كيس كښې تفصيلي اختلافي نوټ جاري كړو
Gem Savior Conquest APP Entertainment Official Website
مضمون کا ماخذ : سپرمین: فلم