بیجنګ۔24 اکتوبر(اے پی پی) د سېنېټ چیئرمېن صادق سنجرانی وئيلي دي چې په فلسطين او كشمير كښې د بشري حقونو د روانو خلاف ورزيو او نسل كشۍ مخنيوې زمونږ تر ټولو لومړے فرض دے٬ په فلسطين او د هند په غېر قانوني توګه قبضه كړې شوې جموں وكشمير كښې د ظلم او بربريت ختمولو نه غېر نړيوال امن ممكن نه دے٬ چين ته په 74 مه كاليزه د زړه له كومي څخه مباركي وركوؤ۔ چين پاكستان سره له سمندرونو څخه ژورې او له غرونو څخه زياتې دنګې اړيكې لري۔ د سېنېټ سېکرټرېټ لخوا د جاري شوي بيان له مخې د سېنېټ چيئرمېن صادق سنجراني د چين په بيجنګ ښار كښې په شوي نړيوال سمپوزیم كښې د خاص مېلمه په توګه ګډون وكړو۔ سمپوزیم ته خپل خطاب كښې ده ووئيل پاکستان او چين يو بل سره هغه رشته لري كومې چې د يو شمېر طوفانونو مقابله كړې ده۔ ده د چين مشرتابه او اولس ته د سپمپوزيم په كولو مباركي وركړه۔ ده ووئيل مونږ دلته د چين همغږۍ ، دیانتدارۍ، شريكو ګټو او د ګاونډګيرۍ سفارتكارۍ كښې د شموليت اصولو 10 مه سالګره لمانځلو له جمع شوې يوو۔ ده ووئيل دا د صدر شي جن پنګ د زيركې مشرتابه مهمه كارنامه ده۔ د چين سوكاله ٬ مضبوط او مهذب هېواد جوړولو كښې د صدر شي جن پنګ خذمات ٬ زيركتيا او جذبه د ستائنې وړ ده۔ ده ووئيل د چين پخواني وزيراعظم چواین لائی هم د فعاله سفارت كارۍ دلارې د چين په پرمختګ كښې په زړه پورې كردار ترسره كړے دے۔ ده ووئيل پاكستان چين سره خپلو اړيكو ته لا وده وركول غواړي۔ ده ووئيل د زده كړو او ميرټ اصولو ته اهميت وركول د چين پخوانے روايت دے۔ ده ووئيل د نړۍ امن د كشمير او فلسطين په څير چېلنجونو د ملګرو ملتونو د قراردادونو له مخې قابو موندلو سره تړلے دے۔ ده ووئيل په كشمير او فلسطين د غاصبانه تسلط ٬ د بشري حقونو خلاف ورزيو او د نسل كشۍ پېښو مخنيوي له به په ګډه تګلاره وضعه كول وي۔ ده ووئيل د فلسطين او كشمير مسلې حل كولو نه غېر نړيوال امن باوري كېدې نه شي۔ ده ووئيل انساني بحران ختمولو سره سيمه ايزه او نړيواله سوكالي ممكنه جوړېدې شي۔ ده ووئيل سيمه ايز امن او سوكالۍ لپاره به د چين د مشرتابه ملاتړ روان ساتوو۔
په فلسطين او كشمير كښې د بشري حقونو د روانو خلاف ورزيو او نسل كشۍ مخنيوې زمونږ تر ټولو لومړے فرض دے٬ د سېنېټ چيئرمېن صادق سنجراني په بيجنګ كښې سمپوزیم ته خطاب
مضمون کا ماخذ : میگا ملینز کے نمبر