اسلام آباد 04 اپرېل (اے پي پي)وزيراعظم محمد شهباز شريف وئېلي دي راتلونكو پنځو كلونو كښې به ټيكس د جي ډي پي تر 15 فيصده بوځو٬سركاري ملكيتي ادارې په خاص توګه د خسارې ښكار ادارو اصلاحات او د نجكارۍ عمل دې تند كړے شي٬بهرني پورونو كمولو لپاره دې هم يو جامع پلان مرتب او وړاندې كړے شي۔د زيارت په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا جاري شوي پرېس رېليز له مخې د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې د اقتصادي څانكې په اصلاحات داعلٰی كچ غونډه په اسلام آباد كښې وشوه۔په غونډه كښې وفاقي وزيران محمد اورنګزېب٬احد خان چيمه٬ډاكټر مصدق ملك٬احسن اقبال٬د پلاننګ كمېشن ډپټي چيئرمېن جهانزېب خان٬د وزيراعظم كوآرډينېټر رانا احسان افضل او اړوند اعلٰی چاراكو ګډون كولو۔غونډه د محصولات٬مالي خسارې٬ د زرمبادله ذخيرې٬ترسيلات زر او كرنټ اكاؤنټ په اړه په تفصيلي توګه خبر كړې شوه ۔غونډې ته د محصولات٬سبسډيز٬برېښنا څانكې اصلاحات سره سره د وزيراعظم حكومتي خرڅونو كمولو په اړه د هدايات په عملدرآمد د پېشرفت نه هم خبر كړې شوه۔په دې موقع وزيراعظم هدايت وكړو چې په عام كس بوچ اچولو نه بغېر محصولات كښې اضافې لپاره جامع پلان وړاندې كړئ۔وزيراعظم ووئيل وفاق صوبې قوي كولو سره 18م بدلون كښې ټول اړوند وزارتونه او ادارې صوبو ته سپارلي دي٬دغسې مالي خساره كمولو لپاره دې په خرڅونو كښې كمے وكړے شي٬ د هېواد په ټولو لويو هوائي مېدانونو د سروسز ښه والي لپاره دې نجي آپريټرز څخه پبلك پرائيوېټ پارټنرشپ وكړے شي۔وزيراعظم ووئيل په سركاري قرض كښې پرله پسې كمے٬پنشن او سبسډي اصلاحات٬د سركاري ملكيتي ادارو اصلاحات او نجكارۍ ته حكومت خاص پام لرنه كوي ٬د آئي اېم اېف سره سټينډ بائے پروګرام بشپړېدل خوشبينه دے ۔حكومت به آئي اېم اېف سره راتلونكي پروګرام لپاره هم ښه محنت كوي۔ وزيراعظم هدايت وكړو چې د اقتصادي څانګې پرمختګ لپاره د نړيوال شهرت لرونكو پوهانو خذمات تر لاسه كړئ۔
د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې د اقتصادي څانګې اصلاحات له د اعلٰی كچ غونډه
مضمون کا ماخذ : raspadinha resultados