پې??ور 28مارچ(اے پی پی)د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د پې??ور دورې په موقع د سي ټي ډي هېډكوارټر دوره وكړه٬وفاقي وزير محسن نقوي د ډيټا سنټر-كرائم سين يونټ-س?? آئي اے يونټ او نورو څانګو دوره وكړه۔د دې نه پس وفاقي وزير محسن نقوي په مشرۍ كښې د سي ټي ډي په هېډكوارټر كښې مهمه غونډه وشوه٬د نيكټا مشر رائے طاهر۔انسپكټر جنرل پوليس اختر حيات ګنډا پور او د سي ټي ډي چارواكو په غونډه كښې ګډون كولو۔د خېبرپښتونخوا سي ټي ډي مشر اېډېشنل آئي جي شوكت عباس د ادارې كاركردګۍ په اړه بريفنګ وركړو۔په دې موقع وفاقي وزير محسن نقوي د خېبرپښتونخوا سي ټي ډي د كار استعداد زياتولو اعلان كولو سره ووئې?? د ??ېبرپښتونخوا سي ټي ډي ته به تر ضروري ډيټا رسنې آسانې وركولې شي۔ده ووئيل خېبرپښتونخوا د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې په وړومبي صف ده٬د خېبرپښتونخوا سي ټي ډي سائبر سيل به پراخه كولې شي او هر ممكنه مرسته به هم وركولې شي۔د ډيټا شيئرنګ به موثر ميكنزم جو??ولې شي۔محسن نقوي ووئيل سي ټي ډي د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د وړومبې ډلې كردار ادا كړے او په خېبرپښتونخوا كښې د سي ټي ډي اداره په موثر انداز كار كوي٬ ده ووئېل قام په خپلو مېړنو ځامنو وياړ لري٬په غونډه كښې د خېبرپښتونخوا آئي جي د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي ته د ترهه ګرو په ضد عمليات په اړه بريفنګ وركړو۔
د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د سي ټي ډي هېډكوارټر دوره وكړه٬د خېبرپښتونخوا سي ټي ډي د كار استعداد د زياتولو پريكړه
Power of Rome Entertainment official entrance
مضمون کا ماخذ : لاٹری کھیلنے کا طریقہ