اسلام آباد 05 ج??لا??ي (اے پي پي) د خزانې او محص??لا??و وف??قي وزير سينيټر محمد اورنګزيب وئيلي دي چې حکومت د ټېکس په نظام كښې انساني مداخلت كمولو، سپېځلتيا او كاركردګي زياتولو لپاره د ډيجيټلائزيشن عمل مخ په وړاندې بوتللو له لوظي يو۔ ده دا خبره د پاكستان ټېكس بار ايسوسي ايشن پلاوي سره په ملاقات كښې كړې۔ د پلاوي مشري د پي ټي بي اے صدر انور کاشف ممتاز كوله ۔ د فيډرل بورډ آف ريونيو (ايف بي آر) چيئرمېن ملك امجد زبير ټوانه هم په دې موقع موجود ٶ۔ پلاوي د ټېكس بنياد پراخه كولو له د د حكومت هلې ځلې و??تائلې او د كاركردګي زياتولو لپاره ئې د ټېكسونو عمل ښه كولو په اړه خپل نقطه نظر وړاندې كړو۔ د خزانې و??ير د پلاوي د قېتمي رائيو ستائنه وكړه۔ ده ووئيل حکومت د ټېکس په نظام كښې انساني مداخلت كمولو، سپېځلتيا او كاركردګي زياتولو له د ډيجيټلائزيشن عمل مخ په وړاندې بوتللو عزم لري۔ ده ووئيل د آئي ټي څانګه د هېواد د اقتصيادي پرمختګ په اړه د اهميت وړ ده۔ وف??قي وزير په دې موقع د ټېكس په نظام كښې ښه والې او قوي كولو لپاره پلاوي ته د ضروري ډېټا وركولو امر هم وكړو۔ په غونډه كښې م??لي??تي کارکردګۍ او اقتصادي پرمختګ باوري كولو په لړ كښې جاري مرسته او د خبرو اترو عمل جاري ساتلو لپاره سلا وشوه
د ټېکس په نظام كښې انساني مداخلت كمولو، سپېځلتيا او كاركردګي زياتولو لپاره د ډيجيټلائزيشن عمل مخ په وړاندې بوتللو له لوظي يو۔ د خزانې وزير سينيټر محمد اورنګزيب
Caihu Honest Entertainment Website
مضمون کا ماخذ : ریل رش