اسلام آباد 18 ستمبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء تارړ وئيلي چې آئ??ني چارې آئ??ني عدالتونو ته ځي دغسې چې عام وګړو ته د انصاف وركولو په لاره كښې خنډان رامخې ته نه شي دغسې چې د ھغوي كېسونه زر تر زره ترسره شي۔ د شورو په ورځ ميډيا سره په خبرو كښې وفاقي وزير ووئيل د آئ??ني بدلونو پحقله د پراخه مشاورت لړۍ روانه ده، ټولو سياسي ګوندونو نه يوازې خپل مېنځ كښې خبرې كړې دي بلكې دا هڅه هم شوې ده چې د رائيو اتفاق رامخې ته كړې شي۔ ده ووئيل په دې لړ كښې پارلمان له هم خپل كردار لوبول دي، اپوزيشن او حکومتي ګوندونو د پارلمان دننه او بهر په دې بدلونو??و ښه بحث كړے۔ ده ووئيل د قانون وزير په دې لړ كښې كردار د ستائنې وړ دے، ده د دې بدلونونو پحقله ټولې پارټۍ انګېج وساتلې او د آئ??ني مسودے پحقله ئې خپل كردار ولوبولو۔ ده ووئيل د سپېن، المان ، اټاليه پشمول د نړۍ په يو شمېر هېوادونو كښې سپريم کورټ جلا او آئ??ني عدالتونه جلا وي، آئ??ني چارې آئ??ني عدالتونو ته ځي دغسې چې د عام وګړو كېسونه په وخت ترسره كړې شي او دوي ته انصاف وركړې شي۔ ده ووئيل پاكستان يوازينې هېواد دے چرته چې د 9 مئي د پېښې پرېكړه قدرې ونه كړې شوه۔ وفاقي وزير ووئيل په امريکا كښې د کيپيټل هل د كېسز پرېكړ په څو مياشتو كښې شوې، كومو كسانو چې ورانې كړې٬ سركاري املاك ته ئې زيان رسولې او بريد ئې كړې ھغه ټول كسان خپل انجام ته رسېدلي خو څه سبب دې چې د 9 مئي د تورونو د كېس تراوسه پرېكړه ونه شوه۔ ده ووئيل چې د آئ??ني بدلونونو مقصد يوازې دومره دے چې آئ??ني عدالتونه جلا كړې شي دغسې چې آئ??ني چارې جلا واورېدې شي او په نورو عدالتونو كښې د پاكستان د وګړو د كېسونو په وخت پرېكړه وكړې شي٬ په عدليه كښې د زرګونو په شمېر كېسونه ځنډ سره مخ دي۔ ده ووئيل د قانون وزير چې كومه مسوده تياره كړې په ھغې تحريك انصاف سياست كړې او وئيلي ئې دي چې زمونږ مشر رابهر كړۍ بيا به په آئ??ني بدلونونو خبره كېږي۔ وفاقي وزير ووئيل چا به اېن آر او وركولې نه شي۔ ده ووئيل د آئ??ني بدلونونو پحقله د مشاورت دائره كار پراخه كوٶ، مولانا فضل الرحمان سره هم مشاورت روان دے۔ وفاقي وزير ووئيل د قانون وزير چې كومه مسوده تياره كړې په هغې هم خبرې شوې دي٬ دا مسوده د قانون ډلې تياره كړې٬ د قانون په وزارت كښې ليكل ټيم او ډرافټس مين موجود وي٬ د قانون وزير چې كوم هدايت جاري كوي د ھغې له مخې مسوده اپ ډېټ كېږي، دغه مسوده پيپلز پارټۍ او د جے يو آئي پشمول نورو سياسي ګوندونو سره موجود ده٬ دې لپاره د دې په ټولو شقونو خبرې اترې او مشاورت كېږي۔ ده ووئيل آئ??ني بدلون يو جامع دستاويز دے چې پكښې د ججز د كاركردګۍ جاج اخستل٬ د انصاف نظام آسانول او د انصاف په وخت د وركولو شقونه موجود دي۔ ده ووئيل په چارټر آف ډيموکريسي كښې هم په آئ??ني عدالت د رضامندۍ څرګندونه شوې وه٬ د وكيلانو لخوا هم بيانونه راغلي دي٬ په دې نور مشاورت او اتفاق رائے پ??دا كولو لپاره وړاندې تګ پكار دې۔ ده ووئيل د آئ??ني بدلونونو پحقله ابهام او د ګنګوسۍ پ??دا كولو هڅه شوې٬ ځ??ني اېن آر او غواړي، دا د هېواد د سالميت او آئين معامله ده، زمونږ درخواست دے چې په دې دې د ګنګوسو نه ډډه وكړې شي٬ ده ووئيل مونږ په دې مخ په وړاندې روان يو ٫ سياسي ګوندونو په مشاورت سره اپ ډيټډ مسوده تياره كړې ده، په دې مشاورت روان دې ډېر زر به دا معامله پايې ته ورسي۔ وفاقي وزير ووئيل د آئ??ني بدلونونو په مسوده كښې د هېوادونو مشاهده هم شوې٬ چرته چې آئ??ني عدالتونه شته هلته د عدليه نطام بهتر دے، په دغه هېوادونو كښې وګړو ته زر انصاف وركولې كېږي۔ ده ووئيل په راتلونكې ورځو كښې به په دې معامله موافقت وشي۔
په آئيني بدلون پراخه موافقت رامخے ته كوٶ٬ د نړۍ په يو شمير هېوادونو كښې سپريم کورټ جلا او آئيني عدالتونه جلا وي، آئيني چارې آئيني عدالتونو ته ځي دغسې چې وګړو ته د انصاف وركولو په لاره كښې خنډان رامخې ته نه شي۔ وفاقي وزير عطاء تارړ
कैशेनिउ मनोरंजन विश्वसनीय मंच
مضمون کا ماخذ : خیبر پختونخوا لاٹری