اسلام آباد 02 اګست (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د نهې په ورځ د پوځ سرلښكر ج??رل قمرجاوېد باجوه سره ټېلي فوني تماس نيولو كښې د آرمي اېوي اېشن د بې دركه چورلكې پحقله تازه معلومات ترلاسه كړي۔ د نهې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيا?? له مخئ وزيراعظم د 12 کور کمانډر لېفټيننټ ج??رل سرفراز علي پشمول د آرمي د 6 افسرانو او ځوانانو پحقله د خپلې فكرمندۍ او تشويش څرګندونه كړې۔ وزيراعظم ووئيل لېفټيننټ ج??رل سرفراز علي يو بهترين پروفيشنل او ښه انسان دے٬ لاس په دعا يو چې په چورلكه كښې موجود ټول افسران په حفاظت سره وي۔ وزيراعظم قام ته غږ وكړو چې د وطن دې مېړنو زامنو په حفاظت سره راستنېدو لپاره دعا وكړي٬ ځكه جې ټول قام په دې پېښه غمژن دے۔ وزيراعظم ړوندو افسرانو ته پېرزوئنې و??ان??ې كولو سره وئيلي دي د سېلاب ځپلو مرستې لپاره د دې فرض شناس زامنو خدمات د يو اعلي مثال په توګه رامخې ته شوے٬ دا د خپلو وروڼو خوئندو او د ماشومانو د خدمت ھغه عظيمه جذبه كومه چې د پاكستان حقيقي طاقت دے۔ په دې مهال د پوځ سرلښكر تېره شپه د لټون كاروائيو پحقله وزيراعظم خبر كړے دے
د وزيراعظم شهباز شريف د پوځ سرلښكر جنرل قمرجاوېد باجوه سره ټېلي فوني تماس٬ د آرمي اېوي اېشن د بې دركه چورلكې پحقله تازه معلومات ترلاسه كړے شول
Baccarat Control Squeeze Game Card Credit Website
مضمون کا ماخذ : خوش قسمت لڑکی