اسلام آباد 19 ستمبر (اے پي پي)د روغتيا وفاقي وزير عبدالقادر پټېل وئېلي دي چې ګرد هېواد څخه جعلي او غېر رجسټرډ داروګان ختمول تر ټولو لومړۍ ترجيح ده٬ كوم عناصر چې د منظو?? شوې بيعې څخه په زياته بيعه د داروګانو په خرڅولو كښې ككړ وموندلې شؤ په ضد به يۍ سخته قانوني كاروائي ??ولې شي۔ د ګل په ورځ په خپل يو بيان كښې ده ووئيل چې اولس ته دې پرله پسې معياري داروګان وركول باوري كړی شي٬هېواد به جعلي٬غېر رجسترډ او غېر معياري داروګانو څخه پاكولې شي۔ده ووئيل چې د روغتيا په څانګه كښې بهترۍ راوستلو لپاره عملي اقدامات باوري كېږي۔ په دې اړه د روغتيا وزارت وياند ووئيل چې د روغتيا وفاقي وزير عبدالقادر پټيل په هدايت د جعلي او غېر رجسټرد داروګانو مخ نيوي لپاره كريك ډاؤن روان دې۔ ده ووئيل چې د روغتيا وفاقي وزير عبدالقادر پټيل د هدايت له مخې چې كوم عناصر د منظو?? شوې بيعې څخه په زياته بيعه د داروګانو په خرڅولو كښې ككړ وي د هغوي په ضد به سخته قانوني كاروائي ??ولې شي٬جعلي او ان رجسټرډ داروګانو كښې ككړ كسان به خپل انجام سره مخامخ كولې شي۔ ده ووئيل د روغتيا په څانګه كښې ښه والې زمونږ وړ??مبۍ ترجيح ده۔
ګرد هېواد څخه جعلي او غېر رجسټرډ داروګان ختمول لومړۍ ترجيح ده۔عبدالقادر پټيل
Dead or Alive Salon Login Platform
مضمون کا ماخذ : کمپیوٹرائزڈ لاٹری