اسلام آباد۔20 اکتوبر(اے پی پی) د بېنظير انكم سپورټ پروګرام چيئرپرسن او وفاقي وزيرې شازيه مري وئيلي دي سېلاب ځپليو سيمو لپاره د بېلو كړو 70 اربه روپو څخه 66 اربه روپۍ د بي آئي اېس پي د لارې 26 لكه 48 زره 824 ځپلو كورنيو ته وركړې شوي ۔ د زيارت په ورځ قومي اسمبلۍ كښې د بېلو غړو لخوا د پورته كړو نكتو په ځواب كښې وفاقي وزيرې وو??يل دا مهال مونږ لا د پېچېلو حالاتو څخه تېرېږو٬ د فوډ سېكورټۍ په لړ كښې وفاقي وزير سخت محنت كوي۔ د وزيراعظم په مشرۍ كښې شوې ننۍ ??ون??ه كښې د سېلاب صورتحال بشپړ جاج اخستلے شوے۔ وزيراعظم سندھ پلو روانېږي او هغه به بېلو سيمو ته د برېښنا د وركړې او نورو چارو جاج اخلي۔ په كومو ځايونو كښې چې اوبه ولاړې دي دغلته كر??يله كېدې نه شي۔ دې وو??ېل سندھ صوبې 50 فيصده نه زياته برخه وفاقي حكومت ته وركړې ۔ پاتې صوبې هم كر??ندګرو ته د تخمونو وركړې په لړ كښې د خپل برخې كردار ترسره كولو سره زياته سيمه د كر??يلې جوګه كولې شي۔ دې نه وړاندې مولانا کمال الدین د اعتراض په نكته وو??يل دې كښې شك نشته چې بارانونو او سېلاب هېواد ته زيات زيان رسولے ٬ زما په حلقه كښې د 6 يونين كونسلونو په 7 زره اونو مشتمل باغون?? ويجاړ شوي ۔ د خلقو د 40 ٬ 40 كالو خواري اوبو وړلې ٬ د سختو بارانونو 80 كلن ريكارډ مات شوے ۔ ده غوښتنه وكړه چې د كر??ندګرو دې زياته مرسته وكړې شي۔ ده وو??يل بېنظير انكم سپورټ پروګرام يو ښه پروګرام دے خو اوس هم داسې سيمې شته چرته چې موبائل نېټ ورك نشته۔ د دې پروګرام څخه دغه سيمې كومه استفاده كولې نه شي۔ د دې په ځواب كښې شازيه مري وو??يل په سېلاب ځپليو سيمو كښې د بې نظري انكم سپورټ پروګرام د لارې مستحقو وګړو ته د 25 ٬ 25 زره روپو ادائيګي شوې ۔ په دې لړ كښې 70 اربه روپۍ بېلې كړې شوي۔ دې وو??يل مونږ ته دې داسې سيمې وښودلې شي چرته چې مرسته نه وي ??سېدلې ٬ مونږ به دا مسئله هم حل كړو۔ شازيه مري وو??يل د مهيانو نيوونكو كميونټي د هېواد خذمت كوي ٬ د هغوي ??ماجي او معاشي حالات ښه نه دي۔ د بېنظير انكم سپورټ پروګرام د لاره به د هغوي هم مرسته كولې شي۔ دې وو??يل د موسمياتي بدلونونو هغوي هم اغېزمن كړي۔ دغسې لنډ مهاله سپيكر زاهد اكرم دراني د مهيانو نيوونكو او د كر??يلې قرضو سره اړوندې چارې قائمه كمېټيو ته وسپارلې
سېلاب ځپليو سيمو لپاره د بېلو كړو 70 اربه روپو څخه 66 اربه روپۍ د بي آئي اېس پي د لارې 26 لكه 48 زره ځپلو كورنيو له وركړې شوي۔ شازيه مري
Automated Super Roulette Online Entertainment
مضمون کا ماخذ : کوئی شہزادی۔