اسلام آباد۔22 فروری(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف امر كړے چې د اسلام آباد كلي والو سيمو ??ګړو ته دې غوره آسانۍ وركړې شي٬ په ??سلام آباد كښې په ??وانو پرمختيائي منصوبو دې 24 ساعته كار او د هرې منصوبې تھرډ پارټي وېلیډېشن باوري كړے شي ، په ??سلام آباد كښې د سالډ وېسټ مېنېجمنټ كوټلي نظام معارفي كولو په ??ړه دې سي ډي اے خپل رپورټ وړاندې كړي ، په ??سلام آباد كښې د پاركنګ مسئله بايد زر تر زره حل كړې شي۔ د وزیراعظم آفس میډیا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې په ??سلام آباد كښې د روانو پرمختيائي پروژو جاج اغستو غونډه وشوه۔ په ??ونډه كښی وزيراعظم د اسلام آباد كلي والو سيمو ??رمختګ او انفراسټركچر سره اړوند تفصيلات وغوښتل۔ وزیراعظم سمندر پورې پاكستانيانو لپاره د سي ډي اے منصوبې په ??ندۍ سره د بشپړولو هدايت كښې ووئيل سمندر پورې پاكستانيانو لپاره دې روانې منصوبې د نړيوال معيار له مخې ترسره كړې شي۔ دوي ته دې پاكستان كښی سرمايه كارۍ لپاره هر ډول آسانۍ وركړې شي۔ دغسې وزیراعظم په ??سلام آباد كښې په پرمختيائي منصوبو د كار رفتار تندولو او اولسي منصوبې په ??رجيحي بنيادونو بشپړولو له يوه جائزه كمېټي هم جوړه كړه۔ وزيراعظم ته ووئيل شول د اسلام آباد د كلي والو سيمو ??رمختګ له سي ډي اے د 10 اربه روپو رقم بېل كړے۔ دغسې وزيراعظم د بهاره كهو بائي پاس زر تر زره بشپړولو هدايت هم وكړو۔ غونډې ته ووئيل شول د سيونتھ ايونيو انټر چېنج او مارګله ايونيو منصوبې بشپړې شوي٬ د آئي جی پی روډ پراختيا منصوبه به د مارچ تر 23 مې نېټې بشپړه كړې شي۔ دغسې د الېونتھ ایونیو او اسلام آباد اېکسپرېس وے فېز ون به د روان كال تر جون مياشتې او د بليو اېريا پاركنګ پلازه او د اېكسپرېس وے فېز ټو به د روان كال تر پايې ترسره كړے شي۔ غونډې ته ووئيل شول د سي ډي اے لخوا د نړيوال معيار يو نېشنل بس ټرمينل او 3 سېتلائټ ټرمينل به جوړولې شي په كومو كښې به چې نجي څانګې سرمايه كاري ??ول?? شي۔ دې سره سره په 90 ورځو كښې به د بسونو 13 فیډر روټس پېل كړے شي۔ د اسلام آباد پبلك ټرانسپورټ سسټم د لارې هره ورځ نزدې دوه لكه وګړي د معياري سفر آسانيو څخه استفاده كوي۔ دغسې وزيراعظم په ??سلام آباد كښی د پاركنګ مسئلو حل لپاره د سي ډي اے اقدامات څخه هم خبر كړے شو۔ دې سره سره سی ډی اے په ??ېف اېټ، ??ېف ټېن، جی نائن، آئی اېټ او بلیو ایریا كښې پاركنګ پلازې جوړوي۔ د سي ډي اے چيئرمېن د سمندر پورې پاكستانيانو لپاره د استوګنې په منصوبو هم بشپړ بريفنګ وركړو۔ وزیراعظم هدايت وكړو چې دا منصوبې دې د نړيوال معيار له مخې بشپړې كړې شي۔ ده ووئيل سمندر پورې پاكستانيان زمونږ قيمتي اثاثه ده٬ د منصوبو په لاره كښې به هېڅ قسم خنډ يا ځنډ ونه زغملے شي۔ په ??ونډه كښې وفاقي وزيرانو اسحاق ډار ٬ رانا ثناﺀ الله ٬ د وزيراعظم سلاكار احد چيمه ٬ خاص مرستيال طارق باجوه ٬ پخواني وفاقي وزير طارق فضل چوهدري ٬ د قامي اسمبلۍ پخوانو غړو حنيف عباسي ٬ انجم عقيل او نورو اړوندو چارواكو ګډون كولو
د اسلام آباد كلي والو سيمو له دې غوره آسانۍ وركړې شي٬ په روانو پرمختيائي منصوبو دې 24 ساعته كار باوري كړے شي٬ وزيراعظم شهباز شريف
Top striker APP entertainment website
مضمون کا ماخذ : کینڈی کیش