اسلام آباد۔17اپرېل (اے پی پی) د قومي اسمبلۍ سپيکر راجه پرويز اشرف وئيلي دي چې پارليمنټ د اجتماعي پوهې٬ دانش او حكمت نمائندګي کوي، په ټولو چېلنجونو قابو يوازې د آئين او پارليمنټ سره لوړۍ سره موندل?? كېدې شي٬ دا آ??ين دې چې د آئين سرلوړي باوري كوي۔ ده د دې خيالاتو څرګندونه د ګل په ورځ د آئين ګولډن جوبلي دستورو په لړ كښې د راجوړې كړې شوې قومي تقريري مقابلې حتمي راؤنډ ته خپل خطاب كښې وكړه۔ ده په مقابله كښې د زده کوونکو د کارکردګۍ ستاينه وکړه او هيله يې څرګنده کړه چې داسې ماشومان به د پاکستان مستقبل روښانه کړي۔ ده د ټولو څانګو په نصاب كښې د آئين شاملولو په حاجت زور راوړو۔ ده ووئيل 1973 آئين د اجتماعي حکمت نمائندګي كوي۔ ده ووئيل زمونږ آئين وفاقي، پارليماني او اسلامي دے۔ ده ووئيل دا د شهيد ذوالفقار علي بهټو بې مثاله سياسي حکمت ؤ چې دغه ملت يې دا يو داسې مقدس سند ترلاسه كولو جوګه كړو۔ ده ووئيل دا آ??ين د رياست او وګړو ترمينځه ??وه مقدسه لوظنامه ده په كوم چې بايد عملدرآمد وكړے شي۔ وروستو سپيكر مقابله ګټونكو زده كوؤنكو ته انعامونه وركړل۔ د يادونې وړ ده چې په دې مقابله كښې ګرد هېواد څخه يو شمېر زده كوؤنكو برخه واخسته۔
پارليمنټ د اجتماعي حكمت نمائندګي كوي٬ د ټولو چيلنجونو حل د آئين سرلوړۍ سره تړلے دے٬ د قومي اسمبلۍ سپيكر راجه پروېز اشرف
Galaxy Gem APP entertainment website
مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ جیتنے کے نمبر