اسلام آباد 06 دسمبر (اے پي پي) د خزاني وفاقي وزير سینیټر محمد اورنګزیب وئيلي دي د هېواد معیشت مخ په وړاندې بوتللو كښې نجی څانګه په زړه پوري كردار لري،د هېواد معیشت په سم لوري روان دے او مهمو اقتصادي اشارو څخه د معیشت د استحکام عکاسي كېږي۔د جمعې په ورځ سیکورټیز اینډایکسچینج کمیشن آف پاکستان تر سيوري لاندې ’’دیوالیه پن او قرضو پ?? اړه قوانین ‘‘ په سرخط ورکشاپ ته وينا كښې د خزاني وزير ووئيل د هېواد معیشت مخ په وړاندې بوتللو كښې نجي څانګه په زړه پوري كردار لري، حکومت کاروبار او سرمایه کاری زياتولو له ټول سهولیات وركوي او اقدامات کوي دغسې د مداخلت عنصر به كمولې شي او د نجي څانګي قائدانه کردار به زياتولې شي۔ده ووئيل د قوانین اطلاق او عمل درآمد كښې عدلیه هم مهم كردار لري، فورتھ کلوژر پ?? اړه قوانین شته خو په هغې عمل درآمد نه كېږي۔ده ووئيل د هېواد معیشت په سم لوري روان دے او مهمو اقتصادي اشارو سره د معیشت د استحکام عکاسی كېږي۔خسارو كښې کمی راغلے،د زرمبادله پانګي پرله پسې زياتيږي،د پاکستان کرنسی مستحکم ده او برآمدات زياتيږي۔ده ووئيل د ډھانچه جاتی اصلاحات عمل به روان وي،كوټلي نمو لپاره د پالیسیو تسلسل ت?? اړتيا ده۔د خزاني وزير هيله څرګنده كړه چې اېس اي سي پي د سيوري لاندې د مشاورتی عمل په نتيجه كښې دیوالیه پن او د قرضو وصولۍ پ?? اړه قوانین ??و په تګ??ار?? د ګډون كوونكو څخه مثبت او ګټه ورې رائے به رامخې ته شي۔ده ووئيل د قرضو وركولو لپاره كوټلي نظام ت?? اړتيا ده۔ د مالي مشکلاتو ښكار ادارو بحالولو ت?? اړتيا ده، د مالیاتي مسئلو اوږد مهاله حل ت?? اړتيا ده۔ده ووئيل ښه ساکھ لرونكي کاروباري اداري به د دیوالیه كيدو څخه بچ كولې شي ??و په دې اړه به حکومت سهولیاتي کردار ترسره كوي
د هېواد معیشت مخ په وړاندې بوتللو كښې نجی څانګه په زړه پوري كردار لري،د هېواد معیشت په سم لوري روان دے۔د خزاني وزير سینیټر محمد اورنګزیب
مضمون کا ماخذ : loteria Ceará