اسلام آباد۔15مارچ (اے پی پی) پاكستان وئيلي دي د كركې خپرونكو تقريرونو ٬ كم علمۍ او د جعلي خبرونو د لاسه د روانې اسلاموفوبيا لعنت ګرده نړۍ كښې مسلم اقليتونو لپاره د لويو ستونزو سبب ګرځي۔ وزیر اعظم عمران خان د مخ په زياتېدونكې اسلاموفوبيا سنګينو نتيج?? په اړه شعور بېدارولو او د مذهبونو ترمينځه همغږۍ ته د ودې و??كولو هڅې كوي۔ د خارجه دفتر وياند د ګل په ورځ د او آئي سي لخوا د لمانځلې كېدونكې نړيوالې و??ځې په مهال وئيلي د وزیراعظم عمران خان د وژن لمخې پاكسان نيامې كښې د او آئي سي د خارجه وزيرانو كونسل 47 مه غونډه كښې د مارچ 15 مه نېټه د اسلامو فوبيا مخنيوي نړيوالې و??ځې په توګه د لمانځلو قرارداد وړاندے كړے وو۔ او آئي سي په نړيواله كچه د دې و??ځې لمانځلو له نړيوالې و??ورولۍ سره په ګډه كار كوي۔ په دې لړ كښې د او آئي سي ملاتړ د ګردې نړۍ د اربون?? په شمېر مسلمانانو د جذباتو عكاسي كوي۔ پاكستان نن د او آئي سي غړو سره په ګډه په اولني ځل د اسلامو فوبيا مخنيوي نړيواله ورځ لمانځي۔ په دې موقع به د او آئی سی ګروپ د مارچ په 17 مه نېټه نيويارك كښې د لوړې كچې يوه دستوره كوي۔ د خارجه دفتر وېنا ده چې اسلاموفوبيا يو شمېر شكلونو كښې رامخې ته شوې ده په كومو كښې چې منفی پروفائلنګ ، امتیازی قانونونه ، په پرده دارو مېرمنو بريدونه ٬ په مينارونو بندېز ، منفی پروپېګنډہ، د اسلامی نښو ورانول٬ د مقدس ځايونو سپكاوې او د اسلام ترهګرۍ سره د تړلو هڅې شامل دي۔ دا ډول حركتونه يوې سولييزې نړۍ او همغږۍ له زمونږ په ګډه روانو هڅو ته زيان رسوي۔ د خارجه دفتر وياند وېنا ده چې پاكستان ټول عمري د كلتورونو او تهذيبونو ترمينځه د پل كردار ترسره كولو له د نړيواله هڅو ملاتړ كړے دے۔ د دې و??ځې لمانځلو د لارې مونږ د اسلام او اسلامي احكامات?? په اړه غوره تفاهم پېدا كولے شؤ۔ هغه ووئيل مونږ د مذهبونو او كلتورونو ترمينځه دهمغږۍ اقدارو ته د ودې و??كولو عزم لرؤ
د كركې خپرونكو تقريرونو ٬ كم علمۍ او جعلي خبرونو د لاسه د اسلاموفوبيا لعنت ګرده نړۍ كښې مسلم اقليتونو لپاره د لويو ستونزو سبب ګرځي۔ د خارجه دفتر وياند
مضمون کا ماخذ : میگا ملینز کے فاتحین