اسلام آباد 03 فروري (اے پي پي) د آزاد جمو كشمير صدر سردار مسعود خان د هندي وزيراعظم نرېندر مودي پشمول د مقبوضه كشمير په اولس ظلم كوونكي نور خلق مخاطب كولو سره وئيلي دي چې دومره ظلم وكړئ چې څومره برادشت كولې شئ، پاكستان د الله ??ه مشيت او مرضې وجود ته راغلے، په هره ممكنه طريقه به د دې دفاع ??وو، هند يو مصنوعي رياست دے، مونږ لوظ كوو چې اهل پاكستان به كشميريانو سره ولاړ وي او دوي ته به د خپلواكې حق ترلاسه كولې ش??. ده دا خبرې د شورو په ورځ د جماعت اسلامي تر سيوري لاندې كشمير كانفرنس ته د وېنا كولو په مهال وكړې. د آزاد جمو كشمير صدر ووئيل چې مونږ سره د سياسي اختلافاتو د كشمير په مسئله ??ول يو موټې يو او د دې څرګندونه به د فرورې پھ پنځمه نېټه وكړې ش??، د ټول هېواد اولس ??ه پېغام وركوي چې پاكستانې قوم د كشميريانو په شا ولاړ دے او د دې اتحاد نتيجه به د كشمير د آزادې او د هندو توا نظرئې د ختمېدو په صورت كښې راوځي
دومره ظلم وكړئ چې څومره برادشت كولې شئ، پاكستان د الله په مشيت او مرضې وجود ته راغلے، په هره ممكنه طريقه به د دې دفاع كوو. د آزاد كشمير صدر سردار مسعود خان
مضمون کا ماخذ : پاور بال کا ٹکٹ