اسلام آباد 02 مارچ(اے پی پی)په ټول هېواد كښې د جنورۍ 23مه نيټه كال 2023 برېښنا اوږد بريك ډاؤن انكوارۍ رپورټ په كابينه كښې وړاندې كړو٬انكوائري په رپورټ كښې د بشري غفلت او برېښنا ترسيل نظام كښې موجود خرابۍ بنيادي وجوهات ګرځولي او وزيراعظم وئېلي دي چې قوم انتظار كوي چې پاور بريك ډاؤن ذمه وارو ته په سنګين لاپرواهۍ سخته سزا وركړې شي۔ د کیپکو پاور پرچیز لوظ نامې په وخت تجديد ولې نه دې شوې٬د برېښنا پیداوار او د ترسيل نظام كښې د اصلاحات په اړه يو جامع لائحه عمل مرتب كړې شي۔د وزيراعظم آفس مېډيا ونګ لخوا جاري شوي اعلاميې له مخې د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې د وفاقي كابينې غونډه د زيارت په ورځ په وزيراعظم هاؤس اسلام كښې وشوه۔وفاقي كابينې ته د 23 جنوري كال 2023 په مهال د ټول هېواد پاور بريك ډاؤن تفصيل رپورټ وړاندې كړو۔دا رپورټ د وزيراعظم په هدايت جوړ كړې شوې څلور كسيزه انكوائري كمېټۍ مرتب كړې چې مشري يې د پېټروليم وزير مملكت مصدق ملك كوله۔په رپورټ كښې نه يوازې د د پیښې وجوهات بيان كړی شوي بلكې په دې اړه د ذمه وارو نشاندهي او راتلونكې كښې د داسې پېښو څخه بچ كولو لپاره تجاويز هم وركړې شوي۔غونډې ته ووئيل شو چې د جنورۍ په 23مه نېټه كال 2023 په مهال سهار 7 نيمې بجې د برښنا بريك ډاؤن پاور پلانټس ټرپ كېدو څخه په څلور دقيقې كښې په ټول هېواد كښې خپور شو۔د دې بنيادي وجه انساني غفلت وو څنګه چې د شپی بند كړې شوې اے سركټس سهار په وخت سوئچ آن كول نه وو۔پاور پلانټس بليك اسټارټ سسټم د لارې ري اسټارټ كېدل وو خو د دې نظام ناكامۍ په سبب په ځينو سيمو كښې د برېښنا بحالۍ كښې زيات تاخير شوې۔د دې نه علاوه غونډه خبر كړې شوه چې كوټ ادو پاور كمپني كومې سره بليك اسټارت آسانۍ موجود دي خو د دې پاور پلانټ لوظ نامې معياد ختم شوې دې۔په غونډه كښې ګډون كونكو سره په خبرو كښې وزيراعظم ووئيل چې چې قوم انتظار كوي چې پاور بريك ډاؤن ذمه وارو ته په سنګين لاپرواهي سخته سزا وركړې شي۔ده هدايت كړې چې د دې مجرمانه غفلت مرتكب اهلكارو په ضد سمدستي محكمانه كاروائي وكړي۔وزيراعظم پوښتنه وكړه چې د کیپکو پاور پرچیز لوظ نامې كه چرې معياد ختم شوي و نو د دې لوظ نامې تجديد لپاره ضروري كاروائۍ كښې تاخير ولې شوې۔وزيراعظم اړوند چارواكو ته دا هم هدايت كړې چې د برېښنا نظام سپروائزري كنټرول اينډ ډېټا ايكوزېشن(اېس سي اې ډي اے)سره د تړولو لپاره ضروري اقدامات پورته كړې شي۔ده تاكيد وكړو پاور ډويژن او نورې اړوند ادارې د برېښنا پیداوار او ترسيل نظام كښې د اصلاحات په اړه د يو جامع لائحه عمل مرتب كولو سره د كابينې منظورۍ لپاره وړاندې كړي۔وفاقي كابينې د برېښنا غلا او لائن لاسز په اړه پاور ډويژن يو تفصيلي بريفنګ وركړو۔غونډې ته د پاور ډويژن لخوا تجويز وركړی شو چې داسې سيمې چرته چې لائن لاسز 60 فيصد او د دې نه زيات وي هلته صورتحال په قابو كښې راوستلو لپاره يوه خصوصي پوليس فورس جوړ كړې شي۔غونډې ته ووئيل شو په ټول هېواد كښې د برېښنا څخه چلېدونكې ټيوب ويلز د سولر ائزېشن په منصوبه غور روان دې٬د كوم پیل به چې تر ټولو نه وړومبې د بلوچستان څخه كولې شي۔وزيراعظم د برېښنا غلا٬لائن لاسز ختمولو په اړه د حكمت عملۍ او برېښنا څه چلېدونكو ټيوب ويلز سولر ائزېشن په اړه د يوې خاص كابينې كمېټۍ جوړولو هم هدايت كړې
د جنورۍ په 23مه نېټه كال 2023 برېښنا اوږد بريك ډاؤن انكوارۍ رپورټ په كابينه كښې وړاندې٬د بشري غفلت او برېښنا ترسيل نظام كښې موجود خرابۍ بنيادي وجوهات ګرځولي
مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ کے نتائج