صدر آصف علي زرداري به د كوئټې دوره كوي


اسلام آباد 06 مئي (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري به (نن) د ګل په ورځ د كوئټې سركاري دوره كوي۔ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د ګل په ورځ د جاري شوي بيان له مخې دا به د صدارت چوكۍ سنبالولو څخه وروستو د صدر مملکت د بلوچستان وړومبۍ دوره وي۔ صدر مملکت ته به په بلوچستان كښې د امن او امان په مجموعي صورتحال او د پرمختيائي منصوبو پحقله بريفنګ وركولے شي۔ د صدر مملکت آصف علي زرداري په درناوي كښې به وزيراعلی د ماسخوتن مېلمستيا كوي او صدر مملکت به د بلوچستان صوبائي اسملبۍ نوې منتخب غړو سره ملاقاتونه هم كوي۔