اسلام آباد 05 جنوري (اے پي پي) وزيراعظم عم??ان خان د ټاكنو كميشن لخوا د پاكستان تحريك انصاف په مالي مرسته كښې د سمندر پورې پاكستانيانو د عطياتو د جاج اخستلو هركلې كړے او وئيلي ئې دي چې پي ټي آئي هغه يواځنې ګوند دے چې د ف??ډن?? ئې ب??قاعده سياسي بنياد دے. د شورو په ورځ په ټويټر په خپلو ټويټونو كښې وزيراعظم عم??ان خان ووئيل چې هغه د ټاكنو كميشن لخوا د پاكستان تحريك انصاف په مالي مرسته كښې د سمندر پورې پاكستانيانو د عطٰياتو د جاج اخستې هركلې كوي. وزيراعظم ووئيل چې زمونږ د اكاٶنټونو چې څومره زياته كره كتنه وشي قوم ته به هم دومره زيات حقائق مخې ته راشي چې څنګه پي ټي آئي هغه يواځنې سياسي ګوند دے چې د ف??ډن?? ئې ب??قاعده سياسي بنياد دے. وزيراعظم ووئيل چې هغه د ټاكنو كميشن لخوا د دوه نورو لويو سياسي ګوندونو پاكستان پيپلز ګوند او پاكستان مسلم ليګ ن د ف??ډن?? هم داسې د كره كتنې منتظر دے. دې سره به قوم د باقاعده سياسي ف??ډن?? او د سرمايه د??رو او ذاتي ګټو لپاره د قوم په قيمت د احسان د لارې د بهتې اخستلو فرق وپېژني
وزيراعظم عمران خان د پاكستان تحريك انصاف په مالي مرسته كښې د سمندر پورې پاكستانيانو د عطياتو د جاج اخستلو هركلې وكړو
مضمون کا ماخذ : خون چوسنے والے II