كوئټه 22 جون (اے پي پي) د مذهبي چارو وفاقي وزير پير نورالحق قادري وئيلي دي چې پاكستان په نړۍ كښې اقلي??ون?? لپاره تر ټولو محفوظ هېواد دے٬ په كوئټه كښې د هزاره ورورولې په هدفي وژنه اندېښنه لرو٬ ?? دوي په غم كښې برابر شريك يو٬ د ټولو مذهب??نو خلقو رايوځائ كولو مقصد د مسلمانانو او غېر مسلمو ترمېنځه همغږي پېدا كول دي۔ د خالي په ورځ په كوئټه كښې د مذهبي همغږۍ كنفرنس ته په خپله وېنا كښې وفاقي وزير ووئيل چې دا ډول كنفرنسونه د دې نه وړاندې په اسلام آباد٬ لاهور٬ كراچې او پېښور كښې هم شوي دي چې مقصد ئې په هېواد كښې د مذهبي همغږۍ او امن پېغام وركول دي۔ ده ووئيل چې پاكستان د بېلا بېلو كلتورونو٬ ژبو او رنګ??نو هېواد دے٬ په هېواد كښې ورورولې٬ تحمل او زغم ??ه د ودې وركولو ضرورت دے۔ ده ووئيل چې پاكستان زمونږ هېواد دے او د دې هېواد استحكام او اصل څېره نړۍ ته ښودل دي۔ ده ووئيل چې وزيراعظم عمران خان په پاكستان كښې اقلي??ون?? ته ?? دوي جائز مقام او مذهبي آزادې لپاره ه??ې كوي۔ ده ووئيل چې په پاكستان كښې اقلي??ون?? هم د مسلمانانو پشان ټول حقوق لري۔ ده ووئيل چې پوره باور سره وايم چې پاكستان په نړۍ كښې اقلي??ون?? لپاره تر ټولو محفوظ هېواد دے۔
د مذهبي چارو وفاقي وزير پير نورالحق قادري د مذهبي همغږۍ كنفرنس ته وېنا
مضمون کا ماخذ : لوٹیریا کا اطلاق