اسلام آباد 10 مئي (اے پي پي) داخله او قانوني چارو لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال عطاﺀ تارړ وئيلي دي عمران خان د جرم اعترف كړے چې د برتانيه نه 190 مېليون پاٶنډ پاكستان ته په راوړلو پراپرټي ټائيكون څخه په قسطونو كښې دغه په بېرته وركولو د 7 اربه روپو زمكه د القادر ټرسټ په نامه ترلاسه كړې شوې ، د آر اېس اېس په وېنا يو موټې كسانو په رياستي ادارو بريدونه كړي٬ په هند كښې د دې خوشحالۍ نمانځلې شوي٬ واړه واړه ټولګي د پاكستان د سلامتيا ادارو په ضد كمپائن چلوي، ھغوي دې ډډه وكړي ٬ شناخت ئې شوے ٬ څوك به نه پرېږدو٬ په دوي به د ترهګرۍ مقدمې درج كېږي او دوي ته به نوكرۍ هم نه وركړے كېږي او نه به ورته كرېكټر سرټيفکيټ ترلاسه كېږي او نه به ويزه اخستلې شي۔ د شورو په ورځ محسن شاهنواز رانجھا سره په ګډه پرېس كنفرنس ته خپلې وېنا كښې ده ووئيل د عمران خان ګرفتاري د غېر قانوني ګرځولو ناكامه هڅه شوې٬ تر ټولو لوي دليل دا دے چې د ګرفتارۍ وارنټ د مئي په وړومۍ ورځ جاري شوے ٶ، نېب يو شمېر ځله د طلبۍ نوټسز جاري كړي٬ اوس دغه ادارې هغه عدالت ته وړاندې كړے ۔ده ووئيل د عمران خان ټول تقريرونه، ټويټس او په بيانونه په يو ځائ اوګورې نو يوه خبره هم د القادر ټرسټ پحقله نشته۔ ده ووئيل عمران خان د جرم اعترف كړے چې د برتانيه نه 190 مېليون پاٶنډ پاكستان ته په راوړلو سره پراپرټي ټائيكون څخه بېرته په قسطونو كښې په اغستو د 7 اربه روپو زمكه القادر ټرسټ په نامه ترلاسه كړې شوې كومه چې 458 کنال ده۔ ده نن هم وئيلي دي چې هلته زده كوٶنكي زده كړې كوي٬ دا بېخي دروغ دي او د ځان نه جوړې خبرې دي۔ ده ووئيل عمران نيازي كرپټ شخصيت دے٬ په اربونو روپۍ ئې د قام لوټ كړي . ده ووئيل هغه عدالت سره هم غلط بياني كړې٬ خواست كوٶ چې 14 ورځې ريمانډ دې منظور كړے شي دغسې چې وپوښتلے شي چې د 60 اربه فراډ پوهنتون ولې جوړ كړے شو،، د دې بشپړ تفتيش پكار دے۔ ۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل د پوځ او پوليس ځوانانو پرون مزاحمت نه دے كړے او ژوبل شول٬ زه خبردارے وركوم كه اوس داسې وشول نو كاروائي به كېږي
عمران خان د جرم اعترف كړے٬ د 7 اربه روپو زمكه د القادر ټرسټ په نامه ترلاسه كړې شوې۔ عطا تارړ
مضمون کا ماخذ : کمپیوٹرائزڈ لاٹری