اسلام آباد 24 مئي (اے پي پي) پاکستان د هند سپريم کورټ ھغه پرېكړه بېخي مسترد كړې چې پكښې د هند په غېر قانوني توګه د قبضه كړي جمو و كشمير حېثيت په اړه د 11م دسمبر كال 2023 په پرېكړه د نظرثانۍ درخواستونه رد كړې شوي۔ د خارجه دفتر وياندې ممتاز زهره بلوچ د جمعې په ورځ پريس بريفنګ كښې ووئېل مونږ د هند سپريم کورټ تازه پرېكړه داسې مسترد کوو لكه څنګه چې مونږ په 11 دسمبر 2023 د هغوي حکم مسترد کړے ؤ۔دې ووئېل دواړه پرېكړې د جمو و کشمير په ڼړيواله كچه د تسليم شوې شخړې نوعيت تسليمولو کښې د هند ناکامي ده۔ وياندې ووئېل کشميريانو ته د حق خود اراديت ناقابل تنسيخ حق ترلاسه دے څنګه چې د ملګرو ملتونو د سلامتي کونسل په اړوندو قراردادونو كښې درج دے۔ د خارجه دفتر وياندې ووئېل د جمو و کشمير د شخړې حتمي پرېكړه د ملګرو ملتونو د سلامتي کونسل د اړوندو قراردادونو تر مخه او د کشميري اولس د هيلو مطابق پكار ده ۔ دې ووئېل هند د کشمير شخړې د نورو فريقينو يعني کشميري اولس او د پاکستان د خوښې خلاف د شخړيزې سيمې حيثيت په اړه د يو اړخيزه پرېكړې کوم حق لري او نه هند د قانون سازۍ او عدالتي پرېكړو په بهانه د خپلو نړيوالو قانوني ذمه واريو څخه لاس په سر كېدے شي ۔ دې ووئېل د هند سپريم کورټ فيصله يا احکامات مقبوضه کشمير كښې د بشري حقونو سنګينو او منظمو خلاف ورزيو څخه د نړيوالې ورورولۍ پام نشي اخوا كولې ۔د هند سپريم کورټ دا پرېكړه په وړومبي مئي کړې وه كومه چې په 21 مئي 2024 جاري کړې شوه ۔
پاکستان د هند سپريم كورټ لخوا د مقبوضه كشمير حېثيت په اړه په 11م سمبتر كال 2023 پرېكړه د نظرثانۍ درخواستونو رد كولو پرېكړه مسترد كړه
مضمون کا ماخذ : نتیجہ ڈوپلا سینا