اسلام آباد 25 جون (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب وئيلي دي ډھانچه جاتي اصلاحات به په هر ډول مخ په وړاندې بيايو٬ د حكومت په خرڅونو كښې به سادګي او كفايت شعاري راولوٶ،پيئ ?? سټيشنري او د هائبرډ الي??ټر?? وهيکلز پشمول ځينې څيزونه به د ټېكس نه په استثنا كښې ساتلې شي، قامي سلامتيا زمونږ وړومبۍ پام لرنه ده٬ حكومت به قامي سلامتيا باوري كولو ل??اره ټول ضروري وسائل باوري كوي٬ د اقتصادي مسئلو حل٬ د معيشت پرمختګ او معاشي استحکام لپاره اتفاق ضروري دے، ټولو شراكتدارو ل?? به په ګډه د هېواد مسئلو حل له كردار لوبول وي۔ د نهې په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د مالي كال 25-2024 په بجټ بحث راغونډلو كښې وفاقي وزير ووئيل زه د وزيراعظم شهباز شريف، د مسلم ليګ (ن) د قائد محمد نوازشريف، بلاول بھټو زرداري، خالد مقبول صديقي، عبدالعليم خان، خالد مګسي او د اتحادي ګوندونو د غړو مننه كوم چا چې د بجټ پحقله خپله خوښي څرګنده كړې او تجويزونه ئې وركړي٬ د مېرمنو غړو هم مننه كوم چا چې د مېرمنو خېرښګړې او پرمختګ لپاره ښه تجويزونه وړاندې كړي، ده و??ئې?? مونږ د معاشي تجزيه نګارو او د چيمبرز آف کامرس هم مننه كوٶ چا چې د بجټ د ښو اقداماتو ستائنه كړې او په دې لړ كښې ئې خپل وړاندېزونه او سفارشات رامخې ته كړي ۔ د خزانې وزير ووئيل پاكستان د معاشي ستونزو نه بهر كولو ل??اره د هېواد په بنياد د اصلاحات پروګرام مرتب كړے شوے چې له مخې ئې په ډھانچه جاتي اصلاحات عمل كولو سره مخ په وړاندې روان يو او د دغې ځينې نكات مونږ په بجټ تقرير كښې هم وړاندې كړې وٶ۔ ده ووئيل د جي ډي پي په تناسب سره د ټېكسونو شرح تر 13 فيصد به زياتولې شي۔ په سرکاري ملکيتي ادارو كښې په اصلاحات به عملدرامد كولې شي٬ د نجکارۍ عمل تندولو او د توان په څانګه كښې اصلاحات ته حكومت خاص پام لرنه كوي ٬ په دې كښې عملي اقدامات هم پورته كوٶ٬ ده و??ئې?? د اېف بي آر ډيجيټلائزيشن او په اصلاحات عملدرآمد روان دے،د بجلۍ د كمپنو په بورډز كښې د آزاد غړو شاملولو ل??اره قانون سازي كوٶ، د پي آئي اے د نجکاري عمل مخ په وراندې روان دے۔ ده ووئيل نجي څانګې ته مركزي حېثيت ترلاسه دے٬ په هدف اډانه سماجي نظام ته وده وركوٶ چې پكښې به د بجټ نه علاوه د سبسډيز خاتمه كولې شي، ده ??ئې?? حکومت د ټيکسونو پراخه نظام غواري ٬ په دې لړ كښې به په سنجيدګۍ سره په اقدامات عملدرامد كوٶ۔ د خزانې وزير ووئيل د سېنېټ غړو د بجټ په غور سره جاج اغستے او په دې لړ كښې ئې مهم تجويزونه وركړي، په دې لړ كښې مونږ د سليم مانډوي والا او د سېنېټ د غړو مننه كوٶ٬ دغسې د اولس ګټې له به حكومت د سېنېټ په مهمو وړاندېزونو عملدرامد كوو
اصلاحات به په هر ډول مخ په وړاندې بيايو٬ د حكومت په خرڅونو كښې به سادګي او كفايت شعاري راولوٶ،پيئ ، سټيشنري او د هائبرډ اليکټرك وهيکلز پشمول ځينې څيزونه به د ټېكس نه په استثنا كښې ساتلے شي۔ وفاقي وزير محمد اورنګزېب
एफटीजी कार्ड गेम ईमानदार सट्टेबाजी एपीपी
مضمون کا ماخذ : گنہر نا لوٹیریا