لاهور 16 جولائي (اے پي پي) نائب وز??ر اعظم او خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار وئيلي دي هېواد په معاشي لحاظ سره قوي كولو له وزيراعظم شهباز شريف شپه ورځ كار كوي،په تحريك انصاف د بنديز كومه پريكړه لا نه ده شوې،په دې معامله به د اتحاديانو سره مشاورت کولې شي دې نه پس به پريكړه د قانون او آئين له مخې كولې شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ لاهور كښې داتا دربار ته د غسل وركولو دستورې په موقع ميډيا سره په خپلو خبرو كښې وكړه۔نائب وز??ر اعظم اسحاق ډار ووئيل وز??ر اعظم محمد شهبازشريف او د پنجاب وز??ر اعلي مريم نواز د اړخه داتا دربار له د عسل وركولو په دستوره مبارکي دركوم۔په دې موقع اسحاق ډار له د داتا دربار ځينې برخو تعميرات او بلال ګنج د اړخه د پراختيا په اړه اړوندو چارواكو بريفنګ وركړو۔اسحاق ډار نيسپاك ته سپارښتنه وكړه چې څومره زر ممکن وي د داتا دربار د توسيع منصوبه دې بشپړ كړې شي۔ده ووئيل سباؤن كښې به په دې پراجيکټ تفصيلي خبرې كولې شي۔نائب وز??ر اعظم ووئيل د (ن) ليګ حکومت ګراني نه ده ر??وستلې،پاکستان هغه وخت ياد كړئ كله چې محمد نوازشريف وېستلو سره د هېواد حالت خراب كړې شو۔ اسحاق ډار ووئيل څوك چې وړاندې اقتدار كښې راغلې هغوې هېواد ډيفالټ كولو ته ر??ولې۔ اسحاق ډار ووئيل د پي ټي آئي دور كښې د هېواد معيشت د 24 لمبر څخه 47 لمبر ته ر??يدلې۔ده ووئيل (ن) ليګ د حکومت كوم شوق نه لرلو كه په اقتدار كښې نه وې راغلې نو هېواد به ديواليه شوې ؤ، محمد شهبازشريف او د هغه ډلې هېواد د ديواليه كيدو څخه بچ كړې۔اوس د لويو هېوادونو سره د پاکستان سفارتي اړيكې قوي كېږي۔ اسحاق ډار وئويل اليکشن کمېشن اعلان کړې چې پي ټي آئي فارن فنډنګ ګوند دے،پي ټي آئي په ضد ليکشن کمېشن سره د فارن فنډنګ ثبوت شته۔ده ووئيل مونږ د پي ټي آئي باني په شان سهار ماښام د ايف آئي اے ډي ج?? او نيب ډي ج?? ته ر??بلو،مونږ د هېواد سلامتيا تر ټولو زياته عزيز ګڼو دغسې د قامي سلامتيا په ضد به كومه خبره نه شي اوريدلے۔ اسحاق ډار ووئيل د 9 مئي پېښه كښې چې څوك هم ككړ دي بايد سزا وركړې شي۔په دې موقع صوبائي وزيران خواجه سلمان رفيق او بلال ياسين پشمول د اوقاف محکمې اعلي چارواكي هم موجود وو۔
هېواد په معاشي لحاظ سره قوي كولو له وزيراعظم شپه ورځ كار كوي،په تحريك انصاف د بنديز كومه پريكړه لا نه ده شوې۔اسحاق ډار
ऑनलाइन शहरों में विश्वसनीय मनोरंजन लिंक
مضمون کا ماخذ : لاٹری کے سستے ٹکٹ