اسلام آباد 03 اګست (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي په سپارښتنه 2008 څخه د بند شوې ??ار??له سړك تعمير و پراختيا په منصوبه كار پيل شوې دے۔ د كورنيو چارو وزارت د اړخه جاري شوې بيان له مخې وفاقي پاي ه تخت ??سلام آباد كښې د 17 كالو راهسې بند شوې د ??ار??له سړك د تعمير او پراختيا په منصوبه كار پيل شوې دے۔په دې لړ كښې د كورنيو چارو وزير محسن نقوي د ??ار??له سړك پراجيکټ دوره وكړه او د اسفالټ کار څارنه ئې وكړه۔ده د پراجيکټ د تعميراتي کارونو معيار هم وكتلو او تعميراتي کاے ئې تر 14 اګست بشپړولو سپارښتنه وكړه۔د كورنيو چارو وزير اړوندو چارواكو ته سپارښتنه وكړه چې په منصوبه د كار رفتار دې تند كړې شي او 14 اګست څخه وړاندې دې د ټرافك لپاره پرانستلې شي۔ محسن نقوي د سائيکل ټريك جوړولو هم سپارښتنه وكړه، ??ار??له ايوينيو دې د مري روډ سره ??تړ??ې شي۔د سي ډي اے چئيرم??ن او د اسلام آباد چيف کمشنر محمد علي رندھاوا د منصوبے په اړه بريفنګ وركړو ۔ ده ووئيل په منصوبه په كال 2007 كښې كار پيل شوې ؤ او دا منصوبه په 2008 كښې بشپړول وو۔د سي ډي اے چئيرم??ن او د اسلام آباد چيف کمشنر محمد علي رندھاوا نه علاوه د اسلام آباد ډپټي کمشنر عرفان نواز ميمن او کنټريکټر هم په دې موقع موجود وو۔
د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي په سپارښتنه 2008 څخه د بند شوې مارګله سړك تعمير و پراختيا په منصوبه كار پيل شو
Tikigoti Entertainment Reliable APP
مضمون کا ماخذ : منی ٹرین 2