سېلاب ځپليو ته به هر ډول ممكنه وسيلې وركوو٬مرسته به په سپيځلې ډول دوي ته رسولې شي۔وزيراعظم محمد شهباز شريف
No communication speed baccarat official link
APP20-070922
DERA ISMAIL KHAN: September 07 - Commissioner Dera ismail Khan Division briefing Prime Minister Muhammad Shehbaz Sharif regarding restoration work of Saggu Bridge over National Highway 50 (Dera Ismail Khan-Kuchlak). APP
ډېره اسماعيل خان 07 ستمبر (اے پي پي)وزيراعظم محمد شهباز شريف وئېلي دي په سېلاب ځپليو سيمو كښې بحالۍ او بيا رغونې لپاره به ??ه لويه پېمانه وسيلې پكار وي خو ځپليو ته به ??ر ډول ممكنه وسيلې و??كولې شي٬په ټانك كښې به د 100 كورنو د آبادۍ دوه اونۍ پس پرانسته كوو٬د كورونو جوړولو لپاره به د نغده مرسته يا د كور په جوړولو به غور كوو٬د بارانونو په وجه د سېلاب د زيان څخه بچ كېدو لپاره به ??ړوكې بندونه جوړول وي٬د اوږدې مودې پروژې به جوړول وي۔ځپليو ته به ??رسته په سپيځلې ډول رسولې شي۔وزيراعظم د شورو په ورځ د ډېره اسماعيل خان د سېلاب ځپليو سګو پل دوره وكړه۔په دې موقع وزيراعظم ته د ټرافېك بحالۍ او د مرستې د نورو چارو په اړه بريفنګ وركړے شو۔وزيراعظم ته ووئيل شول د سړكونو او پلونو بحالۍ لپاره اېن اېچ اے شپه او ورځ كار كړے۔د سېلاب ځپليو مرستې لپاره ټولې ادارې كار كوي۔په دې موقع مولانا فضل الرحمان٬د مواصلات وزير مولانا اسعد محمود او انجينئر امير مقام هم موجود وو۔د سګو پل دورې په مهال په خپلو خبرو كښې و??يراعظم ووئيل يو ځل بيا په دې سخت وخت كښې د صورتحال جاج اخستو لپاره تاسو ته حاضر شوے يم٬تېر ځل چې كله راغلے ووم نو هغه وخت دا سيمه د بارانونو د تباهۍ سره مخ وه ۔ده ووئيل مولانا فضل الرحمان٬اسعد محمود او د امير مقام پشمول صوبائي مشرانو ته پیرزوئنې وړاندې كوم كومو چې د خپل وس له مخې بشپړ كار كړے۔د پاكستان د پوځ هم مننه كوم چا چې هر ځاے د ځپليو مرسته كړې او د خپل استعداد نه زيات شپه او ورځ د انسانيت خذمت كوي۔ده ووئيل په قمبر شهداد كوټ او د سندھ په نورو سيمو كښې هر ځاے اوبه ??لاړ دي٬په بلوچستان او خېبرپښتونخوا كښې تباهي شوې٬په سوات كښې سېلاب تباهي كړې٬په كوهستان كښې پنځه كسان تر پنځه ساعته د اوبو په چپو كښې ولاړ وو او په حق ورسېدل٬ده ووئيل په غذر كښې بشپر كلي له مينځه تللي٬د يوې كورنۍ 8 كسان په حق رسېدلې دي۔ده ووئيل د دې څخه وړاندې پاكستان دومره زياته تباهي نه وه ليدلې٬تېر حكومت وسيلې بربادې كړي٬مونږ له د سياست نه غېر خذمت كول دي۔په وفاق كښې اتحادي حكومت دے٬دې حكومت ځپليو كورنيو لپاره اول 28 اربه روپۍ بېلې كړی اوس دا 70 اربه روپو ته رسولې شوي ۔ ده ووئېل هرې كورنۍ ته 25 زره روپۍ وركولې شي٬په دې كښې 20 اربه روپۍ د بي آئي اېس پي د لارې تقسيم كړی شوي۔ده ووئيل د حق رسېدلو كسانو كورنيو ته لس لس لكه روپۍ وركولې شي٬په سندھ او نورو ځپليو سيمو كښې په لاكهونو ايكړه زمكه ولاړ فصلونه تباه شوي ??وف??قي حكومت ځپليو ته وسيلې و??كوي٬صوبې هم خپلو ته اسانۍ وركوي۔ده ووئيل په ځپليو سيمو كښې د روغتيا آسانيو او بيا رغونې لپاره به ??هربونه روپۍ پكار وي٬دا ډېر لويې چېلنج دے٬د دوست هېوادونو لخوا په مرسته كولو د هغوي مننه كوو۔وزيراعظم ووئيل په ټانك كښې د يو شتمند كس په مالي مرسته د 2 كوټو د 100 كورونو به دوه اونۍ پس پرانسته كوو٬كه دا منصوبه ??اميابه شوه نو دا به ??ولو ځپليو سيمو ته رسولې شي۔ده ووئيل په سېلاب او باران كښې د لاكهونو په شمېر كورونه تباه شوي٬دوي ته معاوضه ادا كول دي خو پوښتنه دا ده چې كورونو جوړولو لپاره نغد رقم وركړے شي يا كورونه جوړ كړے شي۔په دې موقع د پي ډي اېم مشر مولانا فضل الرحمان ووئيل مونږ د وزيراعظم مننه كوو چې په دې سخت وخت كښې دلته راغلو٬اېن اېچ اے او نورو ادارو شپه او ورځ كار كړے٬په دې دوي ته پېرزوئنې وړاندې كوو۔د پوځ ځوانانو د ځايې خلقو او مرستندويه ډلو سره په ګډه د سېلاب نه خلق راويستې٬په دې د دوي قدر كوو۔ پوځ ځپليو ته خوراك او مرسته رسولې ده ۔