اسلام آباد۔10مئی (اے پی پی) د قامي اس??بلۍ سپيکر راجه پرويز اشرف وئيلي دي چې پارليمنټ د طاقت مرکز او د آئين جوړونکے دے، دا ??واځينۍ قانون جوړوؤنكې اداره ده، د اولس مرضي د پارليمنټ د لارې رامخې ته كېږي او ټولې ادارې د اولس دې خپلواكې او اعلی ادارې ته بايد ځواب وركوؤنكې وي٬ هم دا زمونږ د آئين روح دے او دا د ټول شموله، متقابل احترام، متنوع او په مكالمه د اډانه لرونكي پاكستان يوازينۍ لاره ده۔ د شورؤ په ورځ په قومي اس??بلۍ كښې د آئين پاكستان د ګولډن جوبلي مناسبت سره د دوه ورځني نړيوال كنونشن پرانستې سېشن ته خطاب كښې سپيكر استازو او مېلمنو ته هركلې ووې۔ دستوره كښې د 17 نه د زياتو هېوادونو استازو ګډون وكړو۔ په بهرنيو ګډون كوؤنكو كښې د بېلو هېوادونو سپيكران ٬ دوهم سپيكران ٬د قان??ن نړيوال پوهان او د ژوند بېلو څانګو سره تعلق لرونكي شامل دي۔ د قومي اس??بلۍ سپيكر د پاكستان وزيراعظم خصوصي مننه كولو سره ووئيل زه د وزيراعظم مننه كوم چا چې د آئين 50 م كال دستورو كښې كومې چې د يوې مياشتې راهېسې روانې دي كښې خصوصي خوښي ښكاره كړه۔ سپيكر ووئيل زه د خپل ګوند ٬ د پاكستان پيپلز ګوند مشرتابه هم مننه كوم كومو چې د آئين تحفظ او دفاع لپاره خپل پياوړې عزم تكرار كړو۔ سپیکر ووئيل د مولانا فضل الرحمن ٬ خالد مقبول صدیقی او د متحده قومي موومنټ نورو غړو ٬ دغسې د خالد مګسي او د بلوچستان د زيركې مشرتابه هم په ذاتي توګه مننه كوم۔ سپيكر ووئيل 75 كاله وړاندې د سوئيلي آسيا مسلمانانو د قائداعظم په مشرۍ كښې يو موټې كېدو سره يو وطن جوړولو كښې خپله خوښي ښكاره كړه۔ قائد اعظم په كال 1928 كښې د خپلو مشهورو 14 نكاتو د لارې مونږ ته د وفاقيت او صوبائي خپلواكۍ د احترام كولو درس راكړو۔ سپيكر ووئيل د پاكستان په اړه د قائد اعظم وژن وو چې دلته دې هغه جمهوريت وي د كوم بنياد چې په مساواتو ٬ انصاف او د اس??ام په اصولو وي۔ بيا قائداعظم په 10 اګست 1947 د پاكستان دستور سازې اس??بلۍ ته خپل خطاب كښې د دې اعلان وكړو۔ دا رياست يوه خپلواكه او سپريم اداره ده۔ سپیکر ووئيل چې د افسوس خبره دا ده چې د عظيم قائد وژن په ذاتي او وړو وړو مفاداتو قربان كړے شو۔ سپیکر ووئيل د كال 1956 او 1962 دوه پخواني آئينونو ناكامي او په آخره كښې د 1971 پېښه يوه غمجن كوؤنكې كيسه ده۔ د دې باوجود د شهید ذوالفقار علی بھټو په چمتو مشرتابه كښې دوه كاله نه په كمه موده كښې پاكستانې اولس په اولني ځل په متفقه آئين ترلاسه كولو كښې كامياب شو۔ په 10 اپرېل 1973 زمونږ قومي مشرتابه په متفقه توګه يو داسې آئين تحرير كړو كوم چې د يو فرد ډكټېشن نه بلكې د يو متحده وفاق د ګډې عزم وو۔ ده ووئيل د 14 اګست 1947 څخه وروستو 10 اپرېل 1973 زمونږ د قومي تاريخ تر ټولو روښانه ٬ ځلېدونكې او تاريخي ورځ ده۔ سپيكر ووئيل 10 اپرېل 1973 څخه تر كال 2010 او اوس تر كال 2023 مونږ يو اوږد سفر كړے دے او تر دې دمه يو حقيقي اس??امي جمهوري وفاقي پاكستان لپاره زمونږ سفر ختم شوے نه دے۔ د 26 بنیادی حقونو ضمانت ٬ لكه څنګه چې آئين وعده كړې ده ٬ نن هم د ??ڼا په لټون كښې دے۔ ده ووئيل د آئین آرټیکل 3 لوظ ، كوم چې رياست د هر ډول استحصال ختمولو له د هر يو خپل صلاحيت او د خپل كار له مخې د نړيوال اصول پابند كوي ٬ تر ډېره حده نه دے پوره شوے۔ ده ووئيل د آرټيكل 25 په بشپړه توګه د پوره كولو باور او د اے 25 ضمانت چې هر كوچني ته دې لازمي زده كړې وركړې شي د بامعني اق??اماتو انتظار كوي۔ كه جمهوري مشرتابه محلاتي سازشونو او د نيمې شپې بريدونو سره مخ كړې شي نو فاصله به لا زياته شي۔ سپيكر ووئيل پارليمنټ د طاقت مرکز او د آئين جوړونکے دے، دا ??واځينۍ قانون جوړوؤنكې اداره ده، د اولس مرضي د پارليمنټ د لارې رامخې ته كېږي او ټولې ادارې د اولس دې خپلواكې او اعلی ادارې ته بايد ځواب وركوؤنكې وي٬ هم دا زمونږ د آئين روح دے او دا د ټول شموله، متقابل احترام، متنوع او په مكالمه د اډانه لرونكي پاكستان يوازينۍ لاره ده۔
پارليمنټ د طاقت مرکز او د آئين جوړونکے دے، د اولس مرضي د پارليمنټ د لارې رامخې ته كيږي٬ د قومي اسمبلۍ سپيكر راجه پرويز اشرف
2 Big Bass Christmas Carnival Online Entertainment Entrances
مضمون کا ماخذ : فائر جوکر