لاهور 14 جولائي (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير رانا ثناء الله وئيلي دي چې م??لم ليګ (ن) هېواد څخه د تيارو او ترهګرۍ خاتمه كړې٬ محمد نواز شريف د سازش د لارې اقتدار نه اخوا كړې شوې٬ د مئي د 9مې نيټې د ذمه وارو په ضد كاروائۍ سياسي نه دي، م??لم ليګ (ن) د كركې او انتقام په سياست باور نه لري٬ م??لم ليګ(ن) به په بشپړه توګه انتخابي كمپائن چ??وي او په ټولو حلقو به خپل كانديدان رامخې ته كوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمع?? په ورځ ماډل ټاٶن كښې پرېس كنفرنس ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ په دې موقع پخوانې وفاقي وزير اوېس لغاري او د م??لم ليګ (ن) پنجاب ويانده عظمي بخاري هم موجود وه۔ ده ووئيل م??لم ليګ نون د هر بحران نه هېواد بهر كولو سره د پرمختګ په لار سم كړې٬ د 12 اكتوبر مهم جوئي كه نه وه شوې نو نن به پاكستان د پرمختللې هېوادونو په فهرست كښې شامل وې۔ رانا ثناء الله ووئيل د پي ټي آئي په دور كښ?? په تېرو څلورو كالو كښې د پرمختګ عمل ودرولې شوې او يوازې انتقامي كاروائۍ كېدې٬ پخپلو سياسي مخالفينو ئې ناسمې مقدمې جوړې كړې او د تورو تنبو ئې شاته كړي۔ ده ووئيل عمران نيازي د سياسي انتقام د لارې پاكستان ته لوے زيان رسولې٬ هېواد ئې د ګرانۍ٬ غربت او بې روزګارۍ بحران سره مخ كړې او په هېواد كښې ئې د سري لنكا غوندې د حالاتو پېدا كولو ناكامه هڅې كړي۔ ده ووئيل هېواد څخه به د غربت٬ ګرانۍ او بې روزګارۍ خاتمه كوٶ٬ مونږ په سختو حالاتو كښې اقتدار سنبهال كړې او هېواد مو د ديواليه كېدو نه بچ كړې٬ د محمد نواز شريف په مشرۍ كښې به پاکستان خوشحال او پرمختللې هېواد جوړٶ۔ د يوې پوښتن?? په ځواب ده ووئيل م??لم ليګ (ن ) د ګوند او قيادت په توګه د كرك?? په سياست باور نه لري٬ پاكستان د پرمختګ په لار سمول زمونږ وړومبۍ ترجيح ده۔ د يوې پوښتن?? په ځواب ده ووئيل دا زمونږ ذمه واري ??ه چ?? په هره حلقه كښې به د م??لم ليګ (ن) كانديد وركوٶ او د ګوند په مخلص كاركنانو به سودا نه كېږي، البته چ?? په كومه حلقه كښې زمونږ كانديد نه رامخې ته كېږي نو هلته سيټ اېډجسټمنټ كېدې شي۔ د يوې پوښتن?? په ځواب ده ووئيل د 9م مئي په پېښو كښې چې كوم ګوند او ډله ككړه ده٬ د ھغ?? په ضد انتقامي كاورائي نه بلكې د ھغه كسانو په ضد كاروائي كېږي چا چې دې پېښې لپاره د ځوانانو ذهن جوړ كړې٬ كومو شرخوښو عناصرو چې دا سركشي كړې د ھغوي په ضد د مروجه قوانينو له مخې كاروائي پكار ده۔ ده ووئيل دغې پېښې د پي ټي آئي چيئرمېن كړې وې دې لپاره ھغه له به كاروائۍ سره مخ كېدل وي٬ په دغې پېښو كښې د ككړ كسانو په اړه تحقيقات كوونكې اړوند ادارې آزادې او خپلواكه دي، كوم كسان چې د دې پېښو ذمه واري دي قانون سره به مخ كېږي۔ د يوې پوښتن?? په ځواب ده ووئيل م??لم ليګ (ن) آئي اېم اېف سره لوظنامه نه ده كړې بلكې پاكستان ئې د ديواليه نه بچ كړې٬ كوم بحران چې پاكستان كښې راغلے م??لم ليګ نون او د دې مشر محمد نواز شريف ملك رابهر كړې كه ھغه د كال 1999 يا د 2013 بحران وي۔ ده ووئيل م??لم ليګ (ن) او د ګوند قيادت به په ټاكنو كښې د كاميابۍ نه پس پاكستان د پرمختګ په لور روانوي٬ ګراني به د بې وځله اولس نه كموي٬ ځوانانو ته به بهتر سباٶن وركوٶ او په هېواد كښې به د ناوړه سياست خاتمه كوٶ۔ وفاقي وزير ووئيل مونږ اولس سره لوظ كوٶ چې څنګه د م??لم ليګ نون په تېرو دورونو كښې د پارټۍ مشر محمد نواز شريف هېواد ناقابل تسخير كړې٬ د لوډشېډنګ ئې خاتمه كړې او د هېواد تيارې ئ?? په رڼاګانو بدلې كړې٬ راتلونكې الېكشن كښې كه اولس په محمد نواز شريف د باور څرګندونه وكړه كومه چې به ھغوي خامخه كوي نو پاكستان به د موجوده بحرانونو نه بهر كوٶ او خوشحالو سره به ئې مخ كوٶ۔ د يوې پوښتن?? په ځواب ده ووئيل په الېكشن كښې به د سيټ ايډجسټمنټ پحقله پرېكړه د پارټۍ د مشرانو لخوا كېږي او چې كومه پرېكړه كېږي ھغه به ټولو ته منظوره وي البته م??لم ليګ (ن) به په اليکشن الائنس كښې نه شاملېږي۔ وفاقي وزير رانا ثناء الله خان ووئيل د شهيدانو بې حرمتي او املاك ته د زيان رسوٶنكو په ضد به د قانون له مخې كاروائي كېږي
مسلم ليګ (ن) هېواد څخه د تيارو او ترهګرۍ خاتمه كړې٬ د مئي د 9مې نيټې د ذمه وارو په ضد كاروائۍ سياسي نه دي٬ په ټولو قامي او صوبائي حلقو به د مسلم ليګ نون كانديدان رامخې ته كېږي۔ د وفاقي وزير رانا ثناء الله پرېس کنفرنس
HB Electronics Online Entertainment Links
مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری کے نمبر