اسلام آباد۔31 اګست(اے پی پی) نګران خارجه وزير جليل عباس جېلاني وئيلي چې پاكستان په نړۍ كښې امن په ځايې كولو له بشپړ كردار ترسره كړے دے٬ پاكستان د مل??رو ملتونو امن مشن كښې د كردار ترسره كولو عزم لري۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ د مل??رو ملتونو امن مشن 2 ورځنۍ وزارتي غونډې ته خطاب كښې وكړه۔ ده ووئيل پاكستان تل تاؤ تريخوالي سره مخ سيمو كښې امن په ځايې كولو له مل??رو ملتونو سره په ګډه مهم كردار ترسره كړے دے ٬ د دې مشن د كار استعداد سوا كولو له به ګامونه پورته كول وي۔ ده ووئيل د امن مشن كاميابي ګڼ اړخيزه او مربوط عواملو سره تړلې ده۔ پاكستان په 30 او 31 اګست په اسلام آباد كښې د مل??رو ملتونو د امن مشن د روانې غونډې تيارۍ غونډې كوربتوب وكړو چې سرخط يۍ”د مل??رو ملتونو امن ډلو ??فا??ت او سلامتيا” دے۔ جاپان د دې غونډې شريك كوربه دے كومه چې د پاكستان تر ټولو لويې تربیتی اداره سېنټر فار انټرنېشنل پیس اېنډ سټېبلېټی (سی آئی پی ایس) كښې وشوه۔ په غونډه كښې د غړو هېوادونو استازو او ځائي او نړيوالو پوهانو ګډون وكړو۔ د مل??رو ملتونو د سېكرټرېټ اعلی چارواكي هم غونډه كښې موجود وو۔په دوه ورځنۍ غونډه كښې په بېلو ذېلي سرخطونو مباحثې وشوې۔ دا خبره د يادونې وړ ده چې د پاكستان شمېره د ملګرو ملتونو امن پوځ ته زيات عسكر وركوؤنكو هېوادونو كښې كېږي۔ پاکستان كال 1960 څخه تر دې دمه نزدې په ټولو براعظمونو كښې د مل??رو ملتونو 46 امن مشنونو له دوه لكه 30 زره څخه زيات سړي او مېرمنې اهلكارې لېږلې دي۔ د پاکستان 172 امن عسكرو د خپل فرض په ترسره كولو كښې د خپلو ځانونو قرباني وركړې ده۔ دا خبره دې ياده وي چې د كال 2023 وزارتی غونډه به په ګھانا كښې كولې شي۔ دې څخه وړاندې به د څلورو غونډې يو سير??ز وي په كومو كښې به چې د يوې كوربتوب پاكستان كوي۔ په دغه غونډه كښې به د ملګرو ملتونو امن مشن لا پياوړې كولو له مخصوص څانګو ته ??اص پام ګرځولې شي۔
پاكستان د ملګرو ملتونو امن مشن كښې د كردار ترسره كولو عزم لري ٬ نګران خارجه وزير جليل عباس جيلاني
Elf’s 3 Wishes entertainment platform official website
مضمون کا ماخذ : میگا ملینز لاٹری