اسلام آباد 26 اکتوبر (اے پي پي) نګران وفاقي وزير سرفراز احمد بګټي وئيلي دي په غېر قانوني توګه هېواد كښې مېشته غېر ملكيانو ويستلو منصوبې پحقله ټول انتظامات مكمل شوي٬ د نومبر وړومبې نيټې نه وروستو به د غېر قانوني غېر ملكيانو په اړه په انخلاء او د شړلو په پاليسۍ به سودا نه كېږي٬ بې دخل شوې غېر ملكي كورنيو ته به د 50 زره نه د زياتو نغدو وړلو اجازه نه وي۔ د زيارت په ورځ پرېس كنفرنس ته د وېنا په مهال ده ??وئيل په بېلا بېلو ښاريو كښې هولډنګ سينټرز جوړ كړے شوي٬ غېر قانوني غېر ملكيان به هلته ساتلے ش?? او دوي ته به ټول سهولتونه وركولې شي٬ د بې دخل كولو پاليسي ھغه غېر ملكيانو لپاره ده څوك چې د سفر دستاوېز نه لري، څوك چې په هېواد كښې د پاتې كېدو جواز نه لري ھغوي به زندانونو ته نه لېږلے كېږي بلكې د هولډنګ سينټرز نه به خپلو هېوادونو ته لېږلے شي۔ نګران وزير ووئيل د بې دخله كولو پاليسي يواځې غېر قانوني وګړو لپاره ده ?? د افغان وګړو پشمول كوم غېر ملكي چې قانوني دستاوېزات سره راتلل غواړي مونږ به ئې هركلے كوٶ، زمونږ قام احسان فراموش نه دے٬ مونږ د ملېمنو په احترام پوهېږو ۔ده ??وئېل سياسي مشرانو ته د رامخې ته خطرو پحقله د يوې پوښتنې په ځواب ده ??وئيل سياسي مشران خطرو سره مخ دي٬ ده ??وئيل د غېر ملكيانو بې دخله كول يو چېلنجنګ ټاسك دے خو رياست لپاره چېلنج چې هر ډول وي چېلنج نه وي چې ټولې ادارې غواړي چې زمونږ هېواد مضبوط شي ۔ده ??وئې?? داسې خو په يو هېواد كښې نه كېږي چې څوك راش?? او بيا ئې درك نه لګي چې چرته دے٬ نه څوك ويزه اخل?? او نه د سفر دستاوېز۔ وفاقي وزير ووئيل زمونږ په قانون كښې كه يوه مېرمن غېر ملكي سره واده ??كړي نو سړي ته ئې شهريت نه ترلاسه كېږي خو كه يو سړے غېر ملكۍ سره واده ??كړي نو ھغې ته شهريت ترلاسه كېږي۔ ده ??وئيل غېر ملكيانو ته په كرايه كور وركول هم د سهولت كارۍ په زمره كښې راځي ٬ په دوي به د اېف آئي اے د فارن اېكټ اطلاق كېږ?? او ستونزو سره به مخ كېږي۔
په غېر قانوني توګه هېواد كښې مېشته غېر ملكيانو ويستلو په اړه ټول انتظامات بشپړ شوي۔ د نګران وفاقي وزير سرفراز احمد بګټي پرېس کنفرنس
Northeast Electronic Entertainment Platform Website
APP36-261023
ISLAMABAD: October 26 Caretaker Federal Minister for Interior Sarfraz Ahmed Bugti addressing a Press Conference. APP/TZD/ABB
مضمون کا ماخذ : میگا ملینز کا بونس