ډیرہ اسماعیل خان ۔13دسمبر (اے پی پی)نګران وزیراعظم انوار الحق کاکړ وئېلې دي د پاکستان رياست د ترهه ګرۍ په ضد جنګ ګټلے دے ، علماء حق د ریاست او امن سره ولاړ دي ، د ترهه ګرو د بريدونو به لا په سختۍ سره ځواب وركوو ، ترهه ګر چ?? كومه هم حربه استعمال کړي کامیاب به نشي ۔ د دې خیالاتو څرګندونه ده د ډیرہ اسماعیل خان په ترهه ګرۍ ب??يد كښې د ژوبل شوو كسانو د عیادت نه پس وكړه۔ ده ووئېل د هېواد د تحفظ لپاره د ژوبل شوو ځوانانو حوصلې لوړې دي ، زه هغوي له حوصله وركولو لپار?? راغلے ووم ٬ خو دغه ځوانانو ما له حوصل?? راكړې او دا ځوانان د ژوبل كېدو باوجود د دښمن د مقابلې كولو عزم لري ۔ ده ووئېل بريد كوونكو له خبردارے وركوم چې هغوي دا دنګ بېللے دے، د پاکستان رياست دا جنګ ګټلے دے، هغوي بېللے او مونږ ګټلے شوے جنګ كوو۔ ده ووئېل د خپلې خاورې حفاظت کوونكې شهيدان او ژوبل شوي به د ﷲ په وړاندې غوره وي ، په دې ګټلې شوي جنګ كښې چې چا قربانۍ وركړي هغوي به کامران او جنت كښې پ?? راحت كښې وي او خوارج به په دنیا او آخرت كښې رسوا كېږي ، دغه د دوزخ د لاندې درجې خلق دي۔ وزیراعظم ووئېل علماء حق د ریاست او امن سره ولاړ دي، ترهه ګر مونږ د مرګ څخه يرولے نشي ، د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې په زرګونو پاکستانیانو د خپلو ځانونو قربانۍ وركړي او مونږ د نورو قربانیو لپاره هم چمتو ولاړ يو۔ ده ووئېل ترهه ګر چ?? كومه هم حربه استعمال کړي کامیاب به نشي۔ په دې موقع ده د ترهه ګرۍ ب??يد كښې د ژوبل شوو عیادت هم وكړو
د پاکستان رياست د ترهه ګرۍ په ضد جنګ ګټلے دے، ترهه ګر چې كومه هم حربه استعمال کړي کامیاب به نشي، نګران وزیراعظم انوار الحق کاکړ
Amazon Kingdom Entertainment Platform Entrance
مضمون کا ماخذ : سامراا سپلٹ