اسلام آباد۔ 25 جنوری (اے پی پی) پاكستان په هالېنډ كښې د قرآن پاك د بې حرمتۍ ناوړه فعل سخته غندنه كړې ۔ د خارجه دفتر وياند لخوا د شورؤ په ورځ په جاري شوي بيان كښې وئيلې دي دا ناوړه فعل د رائے د اظهار د ازادې په نامه يو پارونكے اسلاموفوبك كركه خپرونكے جرم دے۔ دې ډول كارروائيو سره د يو نيم ارب مسلمانانو جذبات مجروح كېږي او دې سره د نړيوالې ورورلۍ ترمينځه اړے ګړے هم رامخې ته كېدے شي۔ وياند ووئيل د پاكستان ټول عمري له دا دريځ پاتې شوے چې د رائے د اظهار آزادي هم څه ذمه وارۍ لري۔ مونږ دا منو چې دا د حكومتونو او نړيوالې ورورلۍ ذمه واري ده چې هغه د دې ډول ناوړ كارروائيو مخه ونيسي كومې چې مذهبي كركه او تشدد زياتولو له كارولې شي۔ په بيان كښی وئيلې شوي نړيوالې ورورلۍ له به د اسلامو فوبيا په ضد خپل اجتماعي غږ پورته كول وي ٬ د مذهبونو ترميځه غمغرۍ ته وده وركولو له به په ګډه كار كول وي۔ د بيان له مخې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ چې تېر كال د مارچ په 15 مه نېټه په اسلامو فوبيا قابو موندلو له چې كوم قرارداد منظور كړے د هغې په شا هم دا روح ؤ ۔ وياند زياته كړه چې د پاكستان تحفظات د هالېنډ چارواكو ته رسوؤ۔ مونږ په هغوي زور راوړو چې د پاكستاني اولس او د ګردې نړۍ د مسلمانانو د جذبات خيال اوساتي او د اسلام فوبك كارروائيو مخ نيوي له اقدامات وكړي
پاكستان په هالېنډ كښې د قرآن پاك د بې حرمتۍ د ناوړه فعل سخته غندنه وكړه
مضمون کا ماخذ : لاٹری کے عمومی نمبر