اسلام آباد 23ستمبر (اے پی پی)د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئېلي دي پاكستان او سعودي عرب نزدې خپلولې لري٬دواړه هېوادونه د مذهب٬ تاريخ او ورورولۍ نه ختمېدونكي خپلولې لري٬سعودي عرب سره زمونږ اړيكې د پاكستان د آزادۍ څخه د وړاندې وختونو دي٬د وزيرعظم عمران خان او د شهزاده محمد بن سلمان د لارې د دواړو هېوادونو د اړيكو يو نوے سفر شروع شوےد ٬پاكستانے اولس د مكې او مدينې منورې سره د زړه مينه لري ۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ د سعودي عرب 91مې قامي ورځې په موقع سېمينار ته په خپل خطاب كښې وكړ ه۔د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن ووئيل په كال 1932 كښې سعودي عرب د حجاز او نجد سره په تړلو د سعودي عرب قيام په عمل كښې راغلو كوم چې نه يوازې په مينځني ختيز بلكې د نړۍ په تاريخ كښې مهم مقام لري ۔ده ووئيل شاه عبدالعزيز په 1902 كښې رياض او په 1903 كښې الحصه فتح كړه او حجاز او نجد يې يو بل سره وتړل او دغسې آل سعود د يو نوي هېواد بنياد كېښودو ۔د هغوي تاريخ حېرانونكے دے چې په كوم ډول يې د سعودي عرب بنياد كېښودو۔د اطلاعات وفاقي وزير ووئيل د پاكستان او سعودي عرب اړيكې د پاكستان د آزادۍ نه د وړاندې وحتونو دي٬په كال 1940 كښې كله چې شاه عبدالعزيز د خپلو پنځو وروڼو سره كراچۍ ته راغلو نو زمونږ سعودي عرب سره اړيكې جوړې شوې۔ده ووئيل په كال 1946 كښې چې كله په بنګال كښې قحط راغلو نو سعودي عرب د قائداعظم محمد علي جناح(رح)په خواست 10 زره د برتانېي پاؤنډز آل انډيا مسلم ليګ ته عطيه كړل۔د كال 1946 په آخر كښې كله چې د آل انډيا مسلم ليګ لارښود د ملګرو ملتونو په غونډه كښې ګډون لپاره لاړل نو د هغوي پلاوې يې د داخلېدو څخه ايسار كړو٬هغه مهال شاه عبدالعزيز د ملګرو ملتونو عهديدارو په درناوي كښې د ماسخښتن په مېلمستياﺀ كښې د آل انډيا مسلم ليګ پلاوې راوبللو او په ملګرو ملتونو كښې ئې د هغوي د داخلېدو لاره سمه كړه۔ده ووئيل شاه عبدالعزيز چې كرنګ تعلق د قائداعظم٬آل انډيا مسلم ليګ لارښودو سره ؤ هغه د پاكستان د تاريخ يوه مهمه برخه ده۔وفاقي وزير ووئيل د كال 1960 نه پس د پاكستان سعودي عرب سره دفاعي اړيكې جوړې شوې٬د هغې اړيكو يو خپل تاريخ دے۔ده ووئيل د وزيراعظم عمران خان او د شهزاده محمد بن سلمان د لارې د دواړو هېوادونو د اړيكو يو نوې سفر شروع شوېےهيله ده چې دا اړيكې به يو نوې لار او نوې منزل ته ورسي۔ده ووئيل د وزيراعظم خاص استازي حافظ طاهر محمود اشرفي د سعودي عرب او پاكستان اړيكو مستحكم كولو كښې مهم كردار ترسره كړے۔ده ووئيل پاكستان سعودي عرب سره خپلولي لري٬د پاكستان د هر كس په زړه كښې د مكې او مدينې منورې لپاره ډېره مينه شته ٬ انشاﺀ الله دا اړيكې به لا مستحكمې شي
سعودي عرب سره زمونږ اړېكې د ازادۍ تر لاسه كولو څخه د وړاندې وختونو دي ٬دواړه هېوادونه د مذهب٬ تاريخ او ورورولۍ نه ختمېدونكي خپلولې لري۔د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن د سعودي عرب قامي ورځ سېمينار ته وېنا
مضمون کا ماخذ : اسٹریٹیجیا لاٹوفاسیل